د لاس رسي وړ اتصالات

افغان او ایرلنډ کرکټ لوبډلې سبا د پنځه یو ورځنیو لوبو لړۍ پیلوي


ټاکل شوې سبا پنجشنبه د فبرورۍ میاشتې پر ۲۸مه نېټه د افغانستان او ایرلنډ د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د پنځه یو ورځنیو نړیوالو لوبو لړۍ پیل شي.

تر دې مخکې د دواړو لوبډلو ترمنځ درې شل اوریزې نړیوالې لوبې تر سره شوې چې درې واړې افغان لوبډلې وګټلې او په درې واړو لوبو کې ډېر ښه وځلېدل.

افغان کرکټ لوبډلې د دې ترڅنګ د یادو سیالیو په دوهمه لوبه کې دوه نړیوال ریکارډونه هم جوړ کړل او په وروستۍ دریمه لوبه کې بیا افغان کرکټ ستوري راشد خان هېټرېک وکړ.

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د شلو شلو اورونو په دوهمه نړیواله لوبه کې ایرلنډ لوبډلې ته د ۲۷۸ منډو هدف ورکړ چې په دې سره یې د زیاتو منډو کولو نړیوال ریکارډ جوړ کړ.

په همدې لوبې کې د افغانستان لوبډلې بل نړیوال ریکارډ دا جوړ کړ چې د سر دوه لوبغاړو یې په ګډه زیاتې منډې وکړلې.

د افغانستان لپاره دا ریکاډ حضرت الله ځاځي او عثمان غني پیل جوړ کړ.

دوي دواړو په ګډه ۲۳۶ منډې وکړلې، د دې نه وړاندې دا ریکارډ د اسټرالیا لوبډلې جوړ کړی و.

د یادو لوبو په وروستۍ لوبه کې افغان لوبډلې له ایرلنډ څخه د لوبې د ګټلو ترڅنګ افغان کرکټ سټوري راشد هېټرېک هم وکړ.

راشد خان په دغو لوبو کې په پرله پسې درې بالونو د ایرلنډ لوبډلې درې لوبغاړي‌ وسوځول او په دې سره لومړنی افغان لوبغاړو شو چې په شل اوریزو نړیوالو لوبو کې هېټرېک جوړ کړ.

راشد خان دغه وروستۍ لوبه کې د ایرلنډ لوبډلې پنځه لوبغاړي‌ وسوځول.

XS
SM
MD
LG