د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان له ایرلنډ نه د کرکټ د ۲۰ اورونو لومړۍ لوبه وګټله


د افغانستان او ایرلنډ ترمنځ بله لوبه د شنبې په ورځ ده
د افغانستان او ایرلنډ ترمنځ بله لوبه د شنبې په ورځ ده

د هند په دهرادون کې د راجف ګاندهي په نړیوال لوبغالي کې د افغانستان او ایرلنډ ترمنځ د ۲۰ اورونو د دریو لوبو د لړۍ لومړۍ لوبه وشوه.

افغانستان په پنځو ویکټو دا لوبه وګټله. محمد نبي د لوبې غوره لوبغاړی شو. هغه دوه لوبغاړي وسوځول، ۴۹ منډې وکړې او تر پایه هم ونه سوځېده.

ایرلنډ د پنجشنبې د ورځې (فبروري۲۱) په لوبه که کې د پچې له ګټلو وروسته منډو جوړولو ته ملا وتړله او افغانستان ته یې د ۱۳۳ منډو هدف ورکړ.

محمد نبي او راشد خان دوه-دوه مخالف لوبغاړي، کریم جنت او مجیب الرحمن یو-یو لوبغاړي وسوځول. د ایرلنډ په لوبډلې کې ډاکرېیل تر ټولو ډېرې ۳۴ منډې وکړې.

افغان لوبغاړي د دغه هدف په تعقیب پسې ژر-ژر وسوځېدل خو د محمد نبي او نجیب ځدراڼ ملګرتیا د ایرلنډ ماتې یقیني کړه.

د شهزاد په غیاب کې په افغان لوبډلې کې بل دایمي (ریګولر) اوپنر نه و او له حضرت الله ځاځي سره په خپله کپټان اصغر افغان لوبه پیل کړه چې په پنځو منډو وسوځېده.

دا د افغانستان او ایرلنډ ترمنځ د ۲۰ اورونو د دریو لوبو د لړۍ لومړۍ لوبه وه. دویمه لوبه یې د شنبې په ورځ ده.

XS
SM
MD
LG