د لاس رسي وړ اتصالات

یاماموتو: سولې خبرو کې د مېرمنو ونډه د ټولو افغانانو په ګټه ده


د مارچ اتمې یا د ښځو حقوقو د نړيوالې ورځې په مناسبت په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د استازوالۍ دفتر وايي چې د سولې په مذاکراتو کې د مېرمنو پراخه ونډه د ټولو افغانانو په ګټه ده.

یوناما د جمعې په ورځ د مارچ پر اتمې په یوې اعلامیې کې ویلي، له دې سره سره چې افغان حکومت د یوې تلپاتې سولې رسېدو برخې ته خپله توجه زیاته کړې،خو افغانان د خپلو تېرو کلونو د لاسته راوړنو په ځانګړي ډول د بشري حقونو په برخه کې کې تر سره شوي دي اندېښمن کړي دي.

یوناما په دغه اعلامیه کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي نمایندګۍ د مشر تدامیچي یاماموتو له قوله ویلي:"لکه څنګه چې موږ د ښځو نړیواله ورځ لمانځو، اجازه راکړي ووایم چې څنګه چې افغانستان غواړي سولې ته ورسېږي نشي کولای ښځې شاته وغورځوي، د سولې د خبرو پر مېزونو د ښځو فعاله او اغېزمنه ونډه یو اساسي او کلیدي ګام دی."

یو ناما که څه هم په تېرو کلونو کې په افغانستان کې د جنسیتي برابرۍ او توانمندۍ په برخه کې پر شوو پرمختګونو خوښي ښودلې خو ټینګار کوي چې په دې برخه کې باید ډېر څه تر سره شي.

پر همدې مهال د افغانستان د جمهوري رئیس د ویاند مرستیاله درانۍ وزیري وايي چې د سولې په خبرو کې د ښځو د حقوقو مسله د حکومت لپاره یوه سره کرښه ده چې هېڅ کله ورباندې معامله ونشي.

اغلې وزیري د جمعې په ورځ د مارچ پر اتمه امریکا غږ ته وویل:"زه دغه ډاډ ټولو افغان ښځو ته ورکوم او دا ویلی شم چې هېڅ کله به هم د دوی په حقوقو معامله ونشي او د ښځو حقوق د سولې په پروسه کې افغان ښځو ته سره کرښه ده."

په ورته وخت کې په افغانستان کې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو کمېسیون وايي چې روان ۱۳۹۷د افغان مېرمنو لپاره له لاسته راوړنو ډک کال و.

دغه کمېسیون وايي چې په دغه کال کې په دولتي ادارو کې د ښځو ونډه د تېر کال په پرتله پنځه سلنه زیاته شوې ده.

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو کمېسیون نن جمعه د کب پر ۱۷مه د ښځو نړیوالې ورځې په مناسبت په یوه اعلامیه کې ویلي چې اوس د افغانستان د ټولو ملکي مامورینو ۲۷،۳ سلنه ښځي دي.

د دې کمېسیون د معلوماتو له مخې تېر کال په دولتي ادارو کې د ښځو ونډه ۲۲ سلنه وه.

په تېرو اتلسو کلونو کې د ښځو د ژوند د ښه کېدو لپاره په افغانستان کې د نړیوالي ټولنې په مرسته یو لړ اقدامات شوي چې په دغه هېواد کې د ناامنیو په پراخېدو د ښوو پرمختګونو په شاتګ په اړه اندېښنې زیاتې شوي دي.

یو له دغو اندېښنو نه په صحرايي محکمو د ښځو د محاکمه کولو د پېښو زیاتوالی دی، د تېرې پنجشنې په ورځ د سرپل ولایتي چارواکو د دغه ولایت په سنچارک ولسوالۍ کې په صحرايي محکمه کې د یوې ښځې د وهلو خبر ورکړ.

د سرپل د والي ویاند ذبیح الله اماني د تېرې پنجشنبې په ورځ امریکا غږ ته وویل چې دغه ښځه د تېرې سې شنبې په ورځ د طالبانو په محکمه کې په دورو وهل شوې ده.

XS
SM
MD
LG