د لاس رسي وړ اتصالات

پلوسي لوی څارنوال په دروغو ویلو تورن کړ


د امریکا د کانگرس ریسې نانسي پلوسي لوی څارنوال ویلیم بر په دروغو ویلو تورن کړیدی او وایي چې کانگرس ته دروغ ویل جنایت دی.

د کانگرس دیموکراتې رئیسې نانسي پلوسي د پنجشنبې په ورځ د امریکا په لوی څارنوال ویلیم بر تور ولگاوه چې جنایت یې کړیدی او دغه د کانگرس د اصولو نه سرغړونه ده.

د کانگرس د قضایي کمیټې مشر جرالډ ناډلر هم د ویلیم بر ته خبرداری ورکړیدی چې د کانگرس د سپکاوي تور به پری ولگوي که د مولر د رپورټ بشپړه بڼه ورته ور نه کړي. ویلیم بر د ښاغلي مولر د رپورټ ځینې برخې پټې ساتلي دي او وایي چې دغه یې د ځینو حساسو معلوماتو د پټو ساتلو په هدف کړیدي.

سپینې ماڼۍ په یو لیک کې وایي چې ولسمشر ټرمپ د خپلې ادارې چارواکي د دې نه منع کولی شي چې د رابرټ مولر د رپورټ په اړه کانگرس ته شاهدي ورکړي.

د سپینې ماڼۍ د دغې بیان نه وروسته د دیموکرات گوند او د حکومتي گوند د غړیو ترمنځ بحثونه زښت زیات شویدي. دیموکراتان تور لگوي چې ولسمشر ټرمپ او اداره یې د امریکا د دیموکراسۍ د ضعیفه کولو هڅه کوي.

XS
SM
MD
LG