د لاس رسي وړ اتصالات

طالبان :د اوربند پر غوښتنه لا پرېکړه نه ده شوې


د طالبانو ډله وايي، چې لا هم د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د اوربند پر غوښتنه سلا مشورې روانې دي او په دې اړه وروستۍ پریکړه نه ده شوې.

د رپوټونو له مخې د طالبانو د قطر د سیاسي دفتر یو درې کسیز پلاوی پاکستان ته تللی او د طالبانو د مشرانو سره یې د ښاغلي خلیلزاد د لس ورځني اوربند د ټینګیدو د غوښتنې په اړه سلا مشورې کړي دي. د طالبانو یو ویاند ذبیح الله مجاهد تېره شپه د «ډسمبر پر ۲۸مه» پدې اړه د امریکا غږ د یوې پوښتنې په ځواب کې پرته له دې، چې د دغه پلاوي د سفر او د اوربند په اړه د سلامشورو یادونه وکړي وویل، چې مشورې لا هم روانې دي.

ذبیح الله مجاهد وویل: "په دې باره کې به مونږ خپل معلومات وکړو، خو تر اوسه پورې زمونږ معلومات دادي، چې مشورې لا هم روانې دي، نهايي شوي لا نه دي، مشورې، چې نهايي شي انشاالله پخپله به یې اعلان کړو، چې څه پریکړه شوې، تر اوسه یو اړخ هم نشو ویلی".

د سیمه سیزو رسنیو د راپورونو له مخې د مولوي شهاب الدین دلاور په مشرۍ د طالبانو د قطر د سیاسي دفتر یو درې کسیز پلاوي نږدې یوه اونۍ دمخه پاکستان ته تللی او هلته یې د سولې د لس ورځیني اوربند د ټینګیدو لپاره د طالبانو له مشرانو سره د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد پر غوښتنې سلامشورې کړي دي.

په دغو راپورونو کې ویل شوي، چې د طالبانو مشرانو د امریکا او طالبانو د استازو ترمنځ د سولې د خبرو د بریالیتوب لپاره د یوې اونۍ اوربند په ټینګیدو موافقه کړې ده.

خو دا چې دا اوربند به په ټول افغانستان کې ټینګیږي او که په ښارونو کې تر اوسه په اړه یې موثق معلومات نشته دی.

د افغانستان د سولې د مطالعاتو د موسسې رئیس خلیل الله ساپی ادعا کوي، چې دغه درې کسیز پلاوي د اوربند په مسله د طالبانو د مشر مولوي هبت الله اخوندزاده مشوره هم اخیستې ده.

خلیل الله ساپي تېره شپه امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې نهه ورځې کیږي، چې دا پلاوی په پاکستان کې د خپلو مشرانو سره په خبرو بوخت دی.

ښاغلي ساپي وویل: "هیله مندي ډیره ده، چې د امریکا هغه غوښتنه، چې دوی د توافقنامې د لاسلیک مخکې لس ورځې د اوربند غوښتنه کړې وه، هغه ممکن په یو تفاوت سره لس ورځې پوره نه وي، خو د یوې اونۍ په شاوخوا کې طالبان اوربند ومني هیله مندي ډیره زیاته ده".

خلیل الله ساپی وايي، کله، چې دا درې کسیز پلاوی له پاکستان څخه بیرته دوحې ته ستون شي نو بیا به امریکا چارواکو سره د خبرو یو بل لنډ پړاو پیل شي او د نوي پړاو په ترڅ کې به د سولې هوګړې لاسلیک ته لار پرانیستل شي.

د روانې میاشتې په لومړیو اونیو کې په دوحه کې د امریکايي او طالبانو د استازو ترمنځ د سولې روانې خبرې د طالبانو په غوښتنه په موقت ډول ودرول شوې.

طالبانو د خبرو د موقتي درولو هدف په یو لړ مسایلو د خپلو مشرانو سره سلامشورې ښودلې وې.

XS
SM
MD
LG