د لاس رسي وړ اتصالات

پمپیو: هیله لرو د تاوتریخوالي د کچې کمېدل اوربند ته لار پرانیزي


د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو په واشنګټن کې له خپل هندي سیال سبراهمانیم جایشنګر سره د افغانستان د سولې په اړه خبرې وکړې.

ښاغلي پمپیو په خپلو خبرو کې وویل: "موږ هیله لرو چې په افغانستان کې ټول اړوند سیاسي اړخونه، افغان حکومت، په افغانستان کې دننه غیر حکومتي مشران او طالبان دې نتیجې ته ورسیږي چې غوره ځواب د تاوتریخوالي د کچې کمول دي چې اوربند ته لار پرانیزي."

د امریکا او طالبانو ترمنځ‌په خبرو کې دا بحث شوی چې طالبان به په افغناستان کې د تاوتریخوالي کچه کموي.

ښاغلي پمپیو همدغه راز وویل چې له افغانستان څخه د امریکايي عسکرو د شمېر د کمولو په اړه بحثونه روان دي، خو ټېنګار یې وکړ امریکا غواړي ډاډه شي چې له افغانستان څخه به بیا ورته د ترهګرۍ د ګواښ خطر نه وي.

د ښاغلي پمپیو سره په دغه خبري کنفرانس کې د هند د بهرنیو چارو وزیر سبراهمانیم جایشنګر هم و. هغه وویل چې د سولې بهیر باید د افغانانو په مشري وي.

ښاغلي جایشنګر وویل چې د افغانستان د آینده په اړه اندېښنه لري‌ او له همدې کبله یې هېواد په افغانستان کې لوی پرمختیايي پروګرامونه پلي کوي.

هغه وویل: "موږ په دې باور یو چې د سولې پروسه باید د افغانانو له لوري او د افغانانو په رهبریت وي. موږ باید ډاډه شو چې په دغې پروسې کې افغانستان کې په تېرو دوو لسیزو کې د نړیوالې ټولنې له لوري لاس ته راوړنې خوندي‌ او وساتل شي."

د امریکا او هند د بهرنیو چارو وزیران داسې مهال دا څرګندونې کوي چې د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي‌ دي‌ چې د سولې یو مهم پړاو ته نژدې شوي دي.

هغه په قطر کې له طالب استازو سره له ملاقات وروسته په کابل کې له ولسمشر غني‌ او نورو افغان چارواکو او سیاستوالو سره ولیدل.

ښاغلي خلیلیزاد په خپل ټویټر کې لیکلي دي چې په کابل کې یې په خپلو مجلسونو کې "د تاوتریخوالي د لږولو پر حاصلولو او بین الافغاني مذاکراتو ته د لارې د برابرولو پر هڅو وغږیدو."

XS
SM
MD
LG