د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې د وچې ډوډۍ وېش پیلیږي


د کرونا له امله بېکاري هم زیاته شوې ده
د کرونا له امله بېکاري هم زیاته شوې ده

په افغانستان کې د کروناویروس له امله د رامنځته شوي بېکارۍ او خراب اقتصادي وضعیت له امله افغان حکومت د نانوایانو له لارې اړمنو کورنیو ته د ډوډۍ د وېش لړۍ پیلوي.

ولسمشر محمد اشرف غني پرون سې شنبه ناوخته اپرېل ۲۸ (غوايي ۹) ویلي چې ټاکل شوې دغه پروګرام سر له نن چهارشنبې په کابل کې پيل شي چې وروسته به نورو ولایتونو ته وغځول شي.

نوموړي ویلي چې وچه ډوډۍ به د حکومت لخوا خلکو ته ورکول کیږي.

ولسمشر غني ملت ته پخپل پیغام کې ویلي: "دغه وسیع برنامه سر له سبا له کابل څخه پیلېږي او په پام کې ده چې د همدې اونۍ تر پایه پورې هرات، مزارشریف، کندهار، کندز او جلال اباد ښارونو کې هم پیل شي او ورپسې به ډېر ژر ټول ولایتونه له دغو مرستو څخه مستفید او برخمن شي."

نوموړي زیاته کړې که څه هم د کرونا له امله رامنځته شوي اقتصادي ستونزې د وچې ډوډۍ د وېش له لارې نه هواریږي بلکې افغان حکومت خلکو ته د کار پیداکولو ځینې نورې پروژې هم په پام کې نیولي دي.

ښاغلي غني د جوماتونو له امامانو، ښاروالانو او وکیلانو څخه غوښتي چې د اړمنو او بې وزلو خلکو د لېستونو په برابرولو کې ورسره مرسته وکړي، تر څو اړمن خلک له یاد بهیر څخه برخمن شي.

دا په داسې حال کې ده چې د کروناویروس له امله په افغانستان کې د کار او بار ټولې چارې ټکنۍ شوي چې ورسره ګڼ شمېر خلک هم بېکاره شوي دي.

په افغانستان کې د کروناویروس له رامنځته کېدو سره په کابل کې ګڼې شمېر دولتي ادارې او د کار او بار مرکرزونه هم وتړل شول.

د افغانستان په نورو ولایتونو کې هم د کروناویروس له امله د خلکو بېکاره زیاتې شوې ده.

XS
SM
MD
LG