د لاس رسي وړ اتصالات

'سږ کال به هرات کې د ممیزو د تولید کچه ۱۵ زرو ټنو ته ورسیږي'


د افغانستان د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت وايي چې سږ کال به د هرات ولایت د ممیزو تولید کچه ۱۵ زرو ټنو ته ورسیږي.

د دغه وزارت چارواکي وايي چې ۱۳ زره مټریک ټنه شنه، پاتې دوه زره ټنه اب جوش ممیز دي او د تېر کال محصولاتو ته په کتو ۱۵ سلنه زیاتوالی پکې راغلی.

د کرنې وزارت ویاند اکبر رستمي امریکا غږ ته وویل چې د ممیزو تولید لپاره یې هرات کې بڼوالو ته یو لړ اسانتیاوې برابرې کړي دي.

ښاغلي رستمي نن جمعه نومبر۲۰(لړم۳۰) وویل: "د محصولاتو د خوسا کېدو د مخنیوي په موخه مو هرات کې ۱۰۰۴ ممیزخونې جوړې کړي دي."

د چارواکو په وینا دغه ممیز خونې کولی شي د تولیداتو په ساتنې کې ګټورې پاتې شي.

د کرنې وزارت معلوماتو پر بنسټ هرات کې پر ۸۷۰۰ هکټاره ځمکې باندې د انګورو تاکونه ولاړ دي چې سږ کال ترې ۱۴۰ زره مټریک ټنه انګور ترلاسه شوي دي.

د افغانستان غربي ولایت هرات د انګورو او ممیزو د لویو تولید کوونکو ولایتونو څخه دی.

XS
SM
MD
LG