د لاس رسي وړ اتصالات

په کندهار کې د پستې باغونه پر زیاتېدو دي


په کندهار کې د پستې باغونه پر زیاتېدو دي
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:36 0:00

د کرنې مسئولین وايي ټاکل شوې سږکال په کندهار کې تر درې سوه زیات د پستې نوي باغونه جوړ شي چې کروندګر یې نیالګي د دې ولایت له خپلو نرسریو څخه ترلاسه کوي.


د کرنې مسئولین وايي ټاکل شوې سږکال په کندهار کې تر درې سوه زیات د پستې نوي باغونه جوړ شي چې کروندګر یې نیالګي د دې ولایت له خپلو نرسریو څخه ترلاسه کوي.

پسته په کندهار او شاوخوا سیمو کې د نشه يي توکو غوره بدیل ګڼل کیږي، چې ورځ تر بلې یې باغونه د پراختیا په حال کې دي.

په کندهار کې د پستې د باغ جوړونې تجربه یوه لسیزه وړاندې وشوه، چې اوس یې نه یوازې دا چې حاصلات ډېر شوي بلکې ډېرو کروندګرو د پستې د نویو باغونو جوړولو ته مخه کړې ده.

د کرنې متخصص احمدشاه روشن وايي دا چې د پستې ونې لږو اوبو ته اړتیا لري له همدې امله یې ګټه زیاته ده.

هغه وايي " هر ځای چې اوبه کمې وي، هلته پسته ښه کرل کیږي، په کندهار کې اوس د پستې باغونه زیات شوي دي او ډېرو خلکو د دغو باغونو جوړولو ته مخه کړې ده".

ځمکه وال وايي دا چې په کندهار کې د اوبو د کمښت ستونزه پر زیاتېدو ده، د پستې باغونه د نورو کښتونو په پرتله ښه پایلې لري.

د کندهار دامان، میوند، خاکریز، نېش او ځينې نورې سیمې د پستې د کرلو لپاره تر ټولو غوره سیمې بلل کیږي چې په لسګونه د پستو باغونه په کې جوړ شوي دي.

XS
SM
MD
LG