د لاس رسي وړ اتصالات

بایډن له اوکراین سره یو میلیارد ډالري امنیتي مرسته اعلان کړه


د متحدو ایالتونو جمهور رئیس جوبایډن د مارچ ۱۶ (کب ۲۵) له اوکراین سره یو میلیارد ډالري امنیتي مرسته، لیرې واټن ویشتونکي وسلې او بې پیلوټه الوتکو مرسته اعلان کړه.

دا مرسته له روسیې سره په جګړه کې له اوکراین څخه د امریکا د "بې ساري" ملاتړ ډاډ ورکوي.

په دې نغدي مرسته کې هغه ۲۰۰ میلیون ډالره شامل دي چې د تیرې اوونۍ په پای کې اعلان شوه او ۸۰۰ میلیون ډالره نوې مرسته ده چې له یوې کمکي بستې څخه تیره اوونۍ د امریکا کانګرس منظور کړه.

جمهور رئیس بایډن د نظامي تسلیحاتو د استولو ‌په اړه وویل:" دا زموږ له دفاع وزارت څخه په مستقیم ډول د اوکراین اردو ته د تجهیزاتو استول دي څو له هغوی سره د یرغل په وړاندې په مبارزه کې مرسته وکړي."

نوموړي همدارنګه وویل چې امریکا به له اوکراین سره د الوتکو ضد لیري واټن ویشتونکي سیسمونو د لاسرسي په برخه کې هم مرسته وکړي.

سره له دې چې د اوکراین جمهور رئیس ولادمیر زیلنسکي په تکرار سره له ناټو غوښتي دي چې د هغه هیواد پر هوایي حریم د پرواز منع اعلان کړي خو د امریکا جمهور رئیس دې مسلې ته اشاره ونکړه.

ناټو له دې وړاندې د اوکراین دا تقاضا رد کړې ده ځکه د ناټو چارواکي په دې باور دي چې دا اقدام کولی شي د شمالي اتلانتیک تړون له روسیې سره مخامخ جګړه کې واقع کړي.

په عوض کې سپینې ماڼۍ ویلي دي چې له اوکراین سره به نظامي مرستې ډیرې کړي او اوکراین به ۸۰۰ له ځمکې څخه هوا ته ستنګر راکټونه، ۹۰۰۰ ټانک ضد راکټونه، ۷۰۰۰ سپکې وسلې او ۲۰ میلیونه مرمۍ ترلاسه کړي.

د امریکا جمهور رئیس وویل چې هیواد به یې اوکراین ته ۱۰۰ بې بیلوټه الوتکې هم ورکړي چې د هغه په وینا، له عصري ټکنالوژۍ سره پرمختللي سیستمونه د اوکراین له دفاع څخه د امریکا تعهد ښکاره کوي.

دا په داسې حال کې ده چې پر اوکراین د روسیې نظامي حملات زیات شوي‌ دي.

د روسیې د دریو اوونیو په نظامي برید کې شاوخوا درې میلیونه اوکراینیان ګاونډیو هیوادونو ته کډه کیدو ته اړ شوي، د ماشومانو په ګډون ۶۳۶ ملکي کسان وژل شوي او څه باندې ۱۱ زره نور کسان ټپیان شوي دي.

XS
SM
MD
LG