د لاس رسي وړ اتصالات

روسیې په ولسمشر بایډن او امریکا په روسي چارواکو بندیزونه ولګول 


د امریکا ولسمشر جوبایډن
د امریکا ولسمشر جوبایډن

له هغه وروسته چې د امریکا حکومت د روسیې په یو شمېر لوړ پوړیو چارواکو د بندیزونو اعلان وکړ، مسکو د امریکا د متحدو ایالتونو په ولسمشر او نورو لوړ پوړیو مقاماتو هم بندیزونه ولګول.

د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت نن سه شنبه مارچ ۱۴ (کب۲۳) په اوکراین د روسیې د یرغل له کبله د د دغه هېواد د دفاع وزارت په ۱۱ لوړ پوړیو چارواکو بندیزونه ولګول. تر دې مخکې یې په ولسمشر ولاديمیر پوتین او بهرنیو چارو په وزیر سرګي لاوروف هم بندیزونه لګولي وو.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له دغه اعلان لږه شېبه وروسته روسیې د امریکا د متحدو ایالتونو په ولسمشر جوبایډن، بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن، د دفاع په وزیر لوید استن او لسو نور لوړ پوړیو چارواکو بندیزونه ولګول.

روسیې همدغه راز د خپلو بندیزونو په لست کې د امریکا د وسله والو ځواکونو د عمومی‌ لوی درستیز مارک میلي، ملي امنیت مشاور جک سولیوان، د مرکزي استخباراتو مشر ویلیم برنز او د سپینې ماڼۍ د ویاندې جین ساکي ‌نومونه هم شامل کړي دي.

په دې سربېره د ولسمشر بایډن د زوی هنتر او د امریکا د بهرنیو چارو د پخوانۍ وزیرې هیلري کلنټن نومونه هم په دغه لست کې شته دي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت خبرداری ورکړی دی چې ډېر ژر به د یو شمېرو نورو امریکایي مقاماتو او څېرو نومونه هم په دغه لست کې ورشامل کړي.

د فرانسې خبري اژانس د راپور په اساس د امریکا دا مشران د روسیې خاورې ته له داخلېدو بند کړل شوي دي. مسکو وايي دا اقدام یې له دې کبله کړی دی چې د امریکا حکومت د روسیې څخه د ویرولو له حده زیاته پالیسي‌ مخې ته وړي.

په همدې حال کې ولسمشر جوبایډن په خپل ټویټر کې لیکلي دي چې هېواد به یې له اوکراین سره مرستې روانې ساتي.

هغه لیکلي دي: «غواړو ډاډه شو چې اوکراین د روسیې د ځواکونو د یرغل په مقابل کې وسلې ولري. د اوکراین د خلکو د نجات لپاره به پېسې، خواړه او مرستې واستوو. اوکرایني کډوالو ته به خپله غېږه پرانیزو.»

دا پرمختګونه داسې مهال مخې ته راځي چې نن په اوکراین باندې د روسیې بریدونو زور اخیستی دی. ملګري ملتونه وايي تر دې دمه شاوخوا درې میلیون اوکراینیان کډوال شوي او شاوخوا ۲۳۶ ولسي خلک په جګړې کې وژل شوي دي.

XS
SM
MD
LG