د لاس رسي وړ اتصالات

نشه يي توکو یو اتلس کلن ځوان څنګه له ښوونځي محروم کړ 


نشه يي توکو یو اتلس کلن ځوان څنګه له ښوونځي محروم کړ 
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:35 0:00

اتلس کلن جمال چې اوس د ننګرهار د نشه يي توکو د روږدو د درملنې په روغتون کې بستر دی وايي، چې د نشو له امله ترې ښوونځی پاتې شوی او له معتادیدو مخکې د اووم ټولګي زده کوونکی و. 

اتلس کلن جمال چې اوس د ننګرهار د نشه يي توکو د روږدو د درملنې په روغتون کې بستر دی وايي، چې د نشو له امله ترې ښوونځی پاتې شوی او دی د اووم ټولګي زده کوونکی و.

جمال وايي، لومړی ځل يې ملګري د ده په مخکې هیروین او شیشه کارول، چې وروسته دی هم پرې روږدی شو او ښوونځی ترې پاتې شو.

جمال وايي" د یوه نا ځوانه ملګري سره ناست وم. هغه نشه کوله ماته یې هم راکړه یو څو شاټه ما هم وڅکله او سبا بیا هم ما ترې غوښتنه وکړه چې هغه شی راوړه چې ویې څکو."

جمال اوس د ننګرهار د معتادینو د درملنې په روغتون کې د درېیم ځل لپاره بستر دی. دی وايي، چې دوه ځله تر درملنې وروسته بیرته نشو ته ستون شوی خو اوس یې تکل کړی چې نشه يي مواد د تل لپاره پریږدي.

جمال وايي، سخت پښیمان دی او په لسو وروڼو کې یوازینی دی چې په نشه يي موادو روږدی دی.

د معتادینو د را غونډیدو په سیمو کې یو زیات شمیر داسې کسان لکه د جمال غوندې تنکۍ ځوانان دي او د مختلفو لاملونو له کبله په نشه یي توکو روږدي شوي دي.

XS
SM
MD
LG