د لاس رسي وړ اتصالات

اسرائیل کې یو سړي څلور تنه په چاړه وژلي


د اسرائیل پولیسو د سه شنبې په ورځ مارچ ۲۲ (وري دویمه) وویل چې یو عرب د هغه هیواد په جنوبي بئیر شیبع ښار کې یو نارینه او درې میرمنې په چاړه ووژل.

د هغه هیواد پولیسو ویلي دي مخکې له دې چې بریدګر د یوه لاروي له خوا ووژل شي، دوه میرمنې ټپیانې کړې چې وضعیت یې نازک ښودل شوی دی.

د اسرائیل پولیسو بریدګر یو عرب اسرائیلي معرفی کړی چې پخوا د یوې لیسې ښوونکی وو او یو ځل د اسلامي دولت یا داعش سره د اړیکو په تور بندي شوی هم و.

د اسرائیل د پولیسو ویاند الي لوی ویلي دي چې یوه ملکي کس اقدام وکړ او هغه کس چې چاړه یې په لاس کې درلوده، په ډزو سره وواژه.

د روژې د مبارکې میاشتې په رانږدې کیدو سره د اسرائیل او فلسطینیانو په سیمو کې تاوتریخوالي زیات شوي دي. پخوا هم د روژې په رانږدې کیدو سره فلسطینیان او اسرائیلیان د تاوتریخوالو د زیاتیدو شاهدان پاتې شوې وي.

د اسرائیلو صدراعظم نفتالي بنیټ له دې برید وروسته د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي دي چې امنیتي قواوو له ډیرې هوښیارتیا سره ددې برید په وړاندې عمل کوي.

د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت ویاند ند پرایس د سه شنبې په ورځ په یوه خبري کنفرانس کې په اسرائیل کې د چړې په واسطه برید له کرکې ډک او تروریستي بللی او ویلي یې دي چې امریکا ددغه ناوړه جنایت په اړه له اسرائیل سره د همکارۍ په برخه کې همکاري ته چمتو ده.

دا له ۲۰۱۷ کال راهیسې تر ټولو خونړۍ برید دی چې په اسرائیلو کې د یوه بریدګر له خوا کیږي.

په ۲۰۱۷ میلادي کال کې یوه فلسطیني د خپلې لارۍ موټر په مرسته په بیت المقدس کې پر اسرائیلي سرتیرو برید وکړ چې له امله یې څلور سرتیري ووژل شول. فلسطینی بریدګر په هغه وخت کې د مرمۍ په ډزو سره ووژل شو.

XS
SM
MD
LG