د لاس رسي وړ اتصالات

راشد خان د ګجرات کرکټ لوبډلې مرستیال کپتان وټاکل شو 


راشد خان
راشد خان

د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې مشهور لوبغاړی راشد خان لومړی افغان شو چې د هند د کرکټ په تجارتي لیګ (آی پي ال) کې د یوې لوبډلې کپتان ټاکل کېږي.

راشد خان دا مهال د هند په دغو تجارتي سیالیو کې په لوبو بوخت دی. دی د ګجرات ټایټانز په لوبډلې کې دی.

د دغې لوبډلې په رسمي ټویټر کې لیکل شوي دي چې راشد خان يې مرستیال کپتان ټاکلی دی. د دغې لوبډلې کپتان د هند مشهور لوبغاړي پانډای دی.

د ګجرات ټایټانز لوبډله په آی پي ال کې نوې لوبډله ده. په دغې لوبډلې کې دوه نور افغان لوبغاړي رحمان الله ګربز او نور احمد لکڼوال هم لوبېږي.

لکڼوال او ګربز په لومړي ځل په آی پي ال کې لوبېږي. راشد خان له څو کلونو راهېسې په آی پي ال کې لوبېږي او تر دې مخکې یې د سنرایزر حیدراباد په لوبډلې کې و.

د آی پي ال لوبې تېره ورځ پیل شوې او سبا دوشنبه مارچ ۲۸ (وري اتمه) د ګجرات ټایټانز لوبډلې لومړۍ لوبه ده.

XS
SM
MD
LG