د طالبانو د حکومت د کونړ والي وايي، هر کله چې د کروندګرو لپاره د بدیل معیشت پروګرامونه ترتیب کړي نو بیا به د کوکنارو د له منځه وړولو لپاره عملي اقدامات وکړي.
د طالبانو مشر ملا هیبت الله ددې میاشتې په سر کې په افغانستان کې د کوکنارو کرکیله بنده اعلان کړې وه.
د کونړ والي محمد قاسم خالد اوس وايي، چې دوی د کروندګرو لپاره د بدیل معیشت په برابرولو کار کوي.
هغه وویل: ”د بدیل معیشت په برابرولو باندې يې کار روان دی او چې څنګه يې ترتیب کړ، نو د کوکنارو له منځه وړلو برخه کې به عملي اقدام کوو“.
په داسې حال کې چې په کونړ ولایت کې د کوکنارو فصل نښتر وهلو ته نیږدې شوی. اوس مهال د کنړ په نېږدې ولسوالۍ سرکاڼو کې هم کروندګرو کوکنار کرلي دي او وايي، چې نښتر وهلو ته يې لږې ورځې پاتې دي.
خو د کونړ والي وایي، چې په لرو پرتو درو کې په کمه اندازه کوکنار سږ کال کرل شوي دي.
د کونړ والي وايي، د طالبانو د مشر ملاهیبت الله اخندزاده له فرمان سره سم يې، د ګډو ځواکونو کمېسیون رامنځته کړی، تر څو د کوکنارو کرکیلې مخنیوې کې کارنده ګامونه واخلي.
د UNODC د ۲۰۲۰ کال د کوکنارو د کر د سروې له مخې په کنړ کې په ۵۹۵ هکټاره ځمکه کوکنار کرل شوي وو.