د لاس رسي وړ اتصالات

هند: له پاکستان سره هغه وخت خبرې کوو چې د ترهګرو ملاتړ پرېږدي


د هند او پاکستان بیرغونه
د هند او پاکستان بیرغونه

نوي‌ ډهلي‌ د پنجشنبې په ورځ اپریل ۲۸ (غوايي‌ اتمه) وویل چې له پاکستان سره تر هغه وخت پورې مذاکراتو ته نه کیني تر څو پورې چې د ترهګرو له ملاتړ څخه یې لاس نه وي‌ اخیستی.

د پاکستان د نوي‌ صدراعظم په توګه د شهباز شریف په ټاکل کېدو سره د هند او پاکستان ترمنځ د ستونزو د کمولو هیلې پیدا شوې دي. هند او پاکستان،‌ چې اتوم بمبونه لري، په ۱۹۴۷ کې د پاکستان له جوړېدو را وروسته څو ځلې جګړې کړي ‌دي.

د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند ارندام باګچي ‌خبریالانو ته وویل: «زموږ دریځ واضح دی. موږ له تروریزم څخه پاکه فضا غواړو. له دغه کار وروسته بیا مذاکرات ممکن دي. زموږ همدا غوښتنه ده او بدله شوې نه ده.»

تازه د دواړو هېوادونو مشرانو یو بل ته لیکونه استولي دي، خو ښاغلي باګچي وویل چې د نریندرا مودي‌ او شهباز شریف ترمنځ لیکونه د دپلوماتیک دود او عرف په اساس تبادله شوي دي.

د فرانسې خبري اژانس د راپور په اساس هند صدراعظم مودي د پاکستان د نوي صدراعظم په توګه ښاغلي شریف ته مبارکي‌ ورکړې خو د سیمې د امنیت او ثبات په اړه یې خپله غوښتنه بیا تکرار کړه.

ښاغلي شریف په خپلو خبرو کې په ښکاره ویلي ‌دي چې له هند سره ښه روابط غواړي ‌خو دا خبره یې هم کړې ده چې د کشمیر د شخړې له هواري‌ پرته پایداره سوله نا ممکنه ده.

د نوي ډهلي او اسلام اباد ترمنځ روابط تل خراب وو خو په ۲۰۱۹ کې چې کله هند تر خپل واک لاندې د کشمیر محدود اختیارات لغوه کړل، د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې نورې هم خرابې شوې.

د هند پولیس وایي چې له دغه کار وروسته په کشمیر کې تاوتریخوالی کم شوی خو وايي‌ چې شاوخوا ۱۰۰۰ تنه وژل شوي چې امنیتي ځواکونه، ولسي خلک او اورپکي په کې دي.

هند تل پاکستان تورنوي‌ چې د ترهګرو ملا تړي خو پاکستان دا تورونه ردوي.

XS
SM
MD
LG