د امریکا د نیو مکسیکو په ایالت کې چارواکي وايي د وچکالۍ له کبله د دغه ایالت په شمال کې ځنګلي اورونو لږ تر لږه ۱۶۶ کورونه ویجاړ کړي او سلګونه نور یې له خطر سره مخامخ کړيدي.
باد د اور شغلې نورو سیمو ته انتقال کړي. زرګونه کسان له خپلو سیمو او کورونو څخه د وتلو لپاره انتظار کوي ځکه چې ویل کېږي نن جمعه شاید باد نور هم تېز شي او اور د «مورا ویلي» استوګنو ته انتقال شي. دا سیمه د نیو مکسیکو مرکز «سنتا في» څخه شاوخوا ۶۴ کیلو مېتر لېرې ده.
تر دې دمه لږ تر لږه۱۰۰۰۰ کسان له سیمې څخه اېستل شوي او چارواکو نورو خلکو ته هم خبرداری ورکړی چې وتلو ته چمتو وي. د مورا سیمې یو پولیس چارواکي کارل شوپ خلکو ته ویلي دي: «خپلې بسترې وتړئ او خپل عزیزان مو ځان ته نژدې وساتئ.»
دغلته شاوخوا ۲۵ کاله کېږي چې وچکالي ده او ځنګلونه یې وچ کلک او اور اخیستو ته برابر دي. په لګېدلي اور کې تر دې دمه ۲۶۰ مربع کیلو میتر سیمه سوځېدلې چې د نوي مکسیکو په تاریخ کې ۱۵م پراخ ځنګلي اور بلل کېږي. راپورونه وايي تر دې دمه په دغه اور کې چاته ځاني زیان نه دی رسېدلی.
سایسنپوهان وايي چې د اقلیم بدلون له کبله ځنګل کې تر خپل وخت مخکې اور لګېدلی او ښايي دا ډول نورې پېښې هم وشي.
د اور وژنې د برخې یو متخصص سټیوارټ ټرنر ویلي دي چې ممکن نن جمعه اور ډېر زیات او خطرناک وي، ځکه چې د وړاندینې په اساس د باد سرعت به په ساعت کې ۸۰ کیلو مېتر وي.
نیو مکسیکو د امریکا د متحدو ایالتونو یو غرنی ایالت بلل کېږي.