ځنګلي اورونو د امریکا د متحده ایالاتو په لسو لویدیځو ایالتونو کې کورونه لمبه کړي او په زرګونو کسان یې د خپلو کورونو پریښودلو ته اړ کړي دي.
دغو اورونو د سه شنبې په ورځ جولای ۱۳ (چنګاښ ۲۲) په ځانګړې توګه په اوریګن ایالت زور اخیستی او د کالیفورنیا ایالت د بریښنا سیستم یې له ګاښ سره مخامخ کړی دی.
د متحده ایالاتو د اوروژنې د ملي مرکز په وینا د الاسکا ایالت څخه نیولې تر وایمینګ ایالت پورې نژدې ۶۰ ځایه په وچو ځنګلي سیمو کې اور بل دی چې په متحده ایالاتو کې د ټول لګیدلي فعال اور نیمایي برخه په اریزونا، اداهو او منټانا ایالتونو کې ده.
په تیرو څو اونیو کې د ګرمۍ د درجې د لوړیدلو په نتیجه کې په لویدیځو ایالتونو کې ځنګلي اورونه بل شوي او ساینسپوهان وایي چې د اقلیم بدلون دغې بیسارې وچکالۍ نور هم دغه اورونه خطرناک کړي دي.
د امریکا د هوا پیژندنې ملي اداره وایي په زیاتو سیمو کې د ګرمۍ څپي اوج ته رسیدلي او اټکل کیږي چې دغه بیحده ګرمي د سه شنبې د ورځې په پای کې راټیټه شي.
د نیوادا ایالت د شمالي سیمو څه دپاسه ۳۰۰۰ اوسیدونکو ته خبرداری ورکړل شوی چې د خپلو کورونو څخه ووځي.
په کالیفورنیا ایالت کې د برېښنا د لیږد د درې لینونو فعالیت چې ۵۵۰۰ میګاواټ برېښنا دغه ایالت ته لیږدوي ګډوډ شوی دی او د کالیفورنیا ایالت د برېښنا ادارې له خلکو غوښتي چې د برېښنا د ذخیره کولو په مقصد د شپې له خوا د برېښنا څخه استفاده کمه کړي.
د امریکا په لویدیځ کې د جولاۍ د میاشتې د ګرمۍ څپې د جون د میاشتې د غیر عادي ګرمۍ وروسته رامنځته شوې چې په سیمه کې د سختې وچکالۍ نتیجه ده.