د لاس رسي وړ اتصالات

پټرییس: افغانستان کې د امریکا پاتې شوي تسلیحات د اندیښنې وړ دي


د متحدو ایالتونو د مرکزي استخباراتو د ادارې پخوانی رئیس جنرال ډیویډ پټرییس وایي د امریکا هغه نظامي تجهیزات او تسلیحات چې په افغانستان کې پاتې دي په هغه اندازه چې راپور ورکړل شوی جدي ندي خو د اندیښنې وړ دي.

د امریکا د دفاع وزارت د راپور پر اساس، پر افغانستان د طالبانو له واکمنیدو وروسته، لږ تر لږه د اوو میلیاردو ډالرو په ارزښت نظامي تجهیزات او وسلې چې د امریکا له خوا د افغانستان د پخواني حکومت دفاعي او امنیتي ځواکونو ته اخیستل شوي وې، د طالبانو لاس ته ورغلي دي.

ښاغلي پترییس امریکا غږ سره په ځانګړې مرکه کې وویل:" د وسلو یو شمیر سیستمونه او نوې وسلې او داسې توکې شته چې د استفادې وړ دي. خو په جدي توګه شک لرم چې الوتکې په ښه وضعیت کې وي. شک لرم چې نظامي موټرونه هم په ښه وضعیت کې ووسي. ځکه هغوی اضافه پرزه جات نلري او حتی د تخنیکي پلوه هغوی ته "طالبان" ساده نده چې الوتکو ته پرواز ورکړي، موټرونه وچلوي او یا هم هر څه فعال کړي."

دغه امریکایي جنرال په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د شتون او همدارنګه د داعش د خراسان څانګې د تاوتریخوالو په اړه اندیښنه وښوده او ویې ویل، له مخکې اټکل شوی و چې طالبان د افغانستان د امنیت د ټینګښت توان نلري.

نوموړي ددې کار دلیل د افغانستان له زندانونو څخه د هغو زرګونو کسانو ازادیدل وباله چې بیا واک ته رسیدلي او بریدونه کوي.

دغه متقاعد امریکایي جنرال وویل:" په یاد ولرئ چې موږ له پخوا ویره درلوده چې واک ته به د طالبانو په رسیدو سره هغوی د افغانستان د ټولو برخو د امنیت د تامین وړتیا ونلري. وروستي تاوتریخوالي او د مختلفو ډلو بیا انسجام، د طالبانو لپاره امنیتي مشکلات رامنځ ته کړي دي."

جنرال پترییس په افغانستان کې بشري کړکیچ ته په اشارې سره وویل چې په اوکراین کې د روسیې جګړې د افغانستان په ناوړه بشري وضعیت تاثیر کړی دی.

هغه زیاته کړه:" فکر نه کوم چې د افغانستان موضوع په واشنګټن کې هیره شوې ده. خو د اوکراین موضوع د افغانستان پر وضعیت اغیز کړی دی او د نړۍ نور موضوعات واقعا مهم دي."

دغه امریکاي جنرال له دې وړاندې ویلي وو طالبان به د نړیوالې ټولنې غوښتنو ته لبیک ونه وایي ځکه د هغه په باور بشري حقونو ، د میرمنو او اقلیتونو حقونو ته به د طالبانو درناوی ددې لامل شي چې د یادې ډلې محافظه کار او افراطي غړي سره جلا شي او له داعش، القاعده او یا هم نورو ډلو سره یوځای شي.

جنرال پټرییس چې یو وخت په افغانستان کې د طالبانو ضد جبهه کې د زرګونو بهرنیو ځواکونو قومنداني کوله، د بشري حقونو په برخه کې د طالبانو پر ژمنو په نه باور سره وویل:" هغوی "طالبان" بشري حقونو او د اقلیتونو حقونو ته د درناوي په برخه کې د متحدو ایالتونو او نړۍ فشارونو باندې اعتنا نده کړې او د افغانستان د اقتصاد سقوط ته هم اندیښمن ندي."

دغه امریکایي جنرال وویل د افغانستان کابو ۵۰ سلنه نفوس چې میرمنې، خبریالان او نور دي په بد وضعیت کې ګیر پاتې دي او طالبانو پر هغه څه چې ژمنه یې کړې وه عمل ندی کړی.

XS
SM
MD
LG