ننګرهار کې د ځمکني توتانو یو شمېر بزګران وايي، له یوې خوا یې سږ کال د توتانو حاصلات ښه ندي او بل لورته د حکومت بدلون او وروستي ناسم اقتصادي وضعیت د ځمکنیو توتانو مارکیټ کمزوری کړی دی.
دغه بزګران وايي که څه هم سږني کال حاصلات کم دي، خو بیا هم هیله من دي، چې د ځمکنیو توتانو حاصلات به يې لګښتونه پوره کړي.
امید الرحمن د سره رود ولسوالۍ په فتح اباد سیمه کې په شاو خوا څلور جریبه ځمکه ځمکني توتان کرلي دي، چې اوس مهال يې د حاصلاتو په را ټولولو بوخت دی.
هغه له امریکاغږ سره خبرو کې ویلي چې سږني کال حاصلات يې د وچکالۍ له امله ډېر ښه نه دي او بله دا چې مارکیټ یې هم ښه ندی.
امید الرحمن ویل:” سږ کال وچکالي ده، توتان داسې کمزوري دي او بل حکومت هم بدل شوی دی، خلکو سره د ډوډۍ پېسې نشته نو توت زمیني به څه وخوري“.
امیدالرحمن ویلي، په کرونده کې ورسره څو نورو کسانو ته هم د کار زمینه برابره شوې ده او د ورځې ۳۰۰ افغانۍ هغوی ته مزدوري ورکوي.
هغه وايي، یوه قوتۍ چې۶۰۰ سل ګرامه کېږي په ۱۰۰ افغانۍ د کابل په بازارونو کې پلورل کېږي.
د امیدالرحمن په خبره، که د ځمکنیو توتانو ښه پالنه وشي، نو کروندګرو ته به ښه حاصلات په لاس ورشي، چې د نورو فصلونو له حاصلاتو نه څو چنده ګټه ډېره کوي.
دا کروندګر خوښ دی چې کوکنار نه کري او له خپلو پټیو نه حلال رزق تر لاسه کوي.
اوس مهال د ننګرهار په سره رود، بهسود، خوږیاڼو او کامې ولسوالیو کې کروندګرو ځمکني توتان کرلي دي، چې ویل کېږي ممکن له یوه کال نه بل ته د دې کښت کروندې مخ په زیاتېدو دي.
کروندګر باور لري، که حکومتي او غېرې حکومتي مرستندویه ادارې د ځمکنیو توتانو لپاره د سرو، اوبو او اصلاح شویو تخمونو په برخه کې لا ډېرې مرستې وکړي، نو ننګرهار به په راتلوونکي کې د ځمکنیو توتانو د تولید په مرکز بدل شي.