د لاس رسي وړ اتصالات

د مزارشریف د هوایي ډګر دوه کارکوونکي یو وسله وال برید کې وژل شوي


Balkh Airport
Balkh Airport

د بلخ د پولیسو ویاند محمد آصف وزیري وویل چې په هغه برید کې چې د هوایي ډګز پر لاره تخنیکي برخې په کارکوونکو وشو لږ تر لږه شپږ تنه ټپیان شوي هم دي. ښاغلي وزیري څرګنده نکړه چې د پیښې په قربانیانو کې د طالبانو غړي شته اوکه نه.

پر افغانستان باندې د طالبانو له واکمن کیدو وروسته بهرنیو هوایي شرکتونو د امنیتي وضعیت او د خپلو کارکوونکو د مصونیت په اړه د اندیښنو په وجه تر اوسه له کابل او د افغانستان له نورو ښارونو څخه پروازونه بیا ندي پیل کړي.

طالبان د افغانستان د ټولو هوایي ډګرونو د ترمینلونو د امنیت مسوولیت په غاړه لري، خو د افغانستان د عمده هوایي ډګرونو تخنیکي چارې د متحده عربي اماراتو یو شرکت پرمخ بیایي.

دا پداسې حال کې دي چې نن د یو ماین په چاودنه کې د کږنړ په ولایت کې د طالبانو د ډلې یو غړی ووژل شو او څلور تنه ټپیان شول.

تیره ورځ په کابل ښار کې په یوه چاودنه کې څلور تنه ووژل شول او یو شمیر نور ټپیان شول.

ددغو بریدونو مسولیت تر اوسه کوم شخص او یا ډلې ندی منلی خو پخوا د داعش خراسان څانګې ددغه ډول بریدونو د ترسره کولو ادعا کړې وه.

په افغانستان کې د جمهوري نظام له سقوط وروسته امنیتي وضعیت تر یوه حده ښه شوی، خو بم ایښودنې او وسله وال بریدونه پدې وروستیو کې پدې هیواد کې زیات شوي دي.

XS
SM
MD
LG