د لاس رسي وړ اتصالات

هلمند کې ټابلیټ کا او نور نشه يي مواد نیول شوي


هلمند کې ټابلیټ کا او نور نشه يي مواد نیول شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:42 0:00

د هلمند په ولایت کې د طالبانو سیمه ییز مسئولین وایې چې په لښکرګاه ښار او مارجه ولسوالۍ کې یې د ټابلیټ کا او ښیښو په نوم یو اندازه نشه یې توکي له دوو تورنو کسانو سره یوځای نیولي دي.   

د هلمند په ولایت کې د طالبانو سیمه ییز مسئولین وایې چې په لښکرګاه ښار او مارجه ولسوالۍ کې یې د ټابلیټ کا او ښیښو په نوم یو اندازه نشه یې توکي له دوو تورنو کسانو سره یوځای نیولي دي.

د هلمند د نشه یي توکو پرضد د مبارزې مدیر ملا امان الله قاضي وایې چې د لښکر ګاه په دوهمه حوزه او چاه انجیر په سیمو کې یې له دو تنو سره یې ۴۸۰ ټابلیټ کا ګولۍ او ۲۴ کیلو ګرامه ښېښه نیولي ده.

نوموړی وويل:”موږ په نشه د روږدو کسانو درملنې ته پام زیات کړی خو تر پنځه میاشتې درملنې وروسته بیاهم نشه یې توکو ته اسانه لاس رسی په نشه د هغوی د بیرته اخته کیدو سبب شي موږ دوه تنه په مارجه او د لښکرګاه ښار په دوهمه حوزه کې له ‌ ۴۸۰ ټابلیټ k ګولیو او ۲۴ کیلو سېښه سره نیولي او د دریم تن د نیول کیدو په هڅه کې یې یو. “

دوی زیاتوي چې په هلمند کې په نشه د روږدو کسانو د شمېر د زیاتوالي له کبله دوی د معتادینو درملنه کوي خو د نشه یې توکو د موجودیت له کبله هغوی بیرته نشې ته مخه کوي.

هلمند په افغانستان کې د تریاکو د تولید تر ټولو عمده سیمه بلل کیږي.

سیمه ییز اوسیدونکي وایې چې پدې ولایت په نشه د روږدو کسانو شمېر هم تر پخوا زیات شوی.

هلمند له دوو ګاونډیو هیوادونو ایران او پاکستان سره نږدې پروت دی چې ویل کیږي په تېرو کلونو کې له بهر څخه دې ولایت ته د ټابلیټ کا او ښیښې په نوم نشه یې توکي قاچاق کیده.

XS
SM
MD
LG