د لاس رسي وړ اتصالات

چې ځمکه مې شل منه تاریاک هم وکړي نه یې کرم- کروندګر 


چې ځمکه مې شل منه تاریاک هم وکړي نه یې کرم- کروندګر 
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:36 0:00

په کندهار کې یو شمیر هغه کروندګر چې د کوکنارو په ځای یې غنم په خپلو ځمکو کې کرلي دي وايي، دا چې خپله کورنۍ او د سیمې خلک یې په نشه يي توکو روږدي نشي نو د کوکنارو له کر یې لاس اخیستی دی. 

په کندهار کې یو شمیر هغه کروندګر چې د کوکنارو په ځای یې غنم په خپلو ځمکو کې کرلي دي وايي، دا چې خپله کورنۍ او د سیمې خلک یې په نشه يي توکو روږدي نشي نو د کوکنارو له کر یې لاس اخیستی دی.

د کندهار یو کروندګر حاجي نورالله یو له همدې کسانو څخه دی. حاجي نورالله وایې چې ځمکه یې د کوکنارو کښت ته ډېره برابره وه خو ده د کوکنارو د نه کرلو پریکړه کړې ده.

نوموړی چې اوس د غنمو د حاصل په راټولولو بوخت دی زیاتوي چې د تریاکو په کښت سره یې زیاته مالي ګټه تر لاسه کولای شوای خو په ټولنه کې د تریاکو د لوړ زیان په وجه یې خپله شخصي ګټه له پامه وغورځوله او د غنمو کښت یې وکړ.

حاجي نورالله وایي: ”ماته ډېرو خلګو وویل چې دا ځمکه د کوچیانو حیواني سرې قوي کړې که د تریاکو کښت ور باندي وکړې خورا زیات حاصل به ورڅخه واخلې خو ما په جواب کې ورته وویل چې پر یوه من شل منه حاصل را کوي لا هم داکښت زه نه کوم ځکه پدې زما د کورنی غړی یا د وطن سړی اخته کیږي نو تر هغه راته د غنمو کښت غوره دی، د غنمو د کښت د اوبولو لپاره ما پرې د درې سوه زره افغانی لګښت هم وکړ اوس یې لو کوو او حاصل یې را ټولو“.
د نشه یې توکو د کښت په سیمو کې په نشه د روږدو کسانو شمېر له دې کبله زیات بلل کیږي چې تریاکو ته پکښې اسانه لاس رسی موجود وي.
یو شمېر سیمه ییز ځمکه وال وایې چې په نشه د ځوان نسل اخته کیده د ډېرو کورنیو او ټولنیزو ستونزو سبب ګرځي چې دې ستونزي ته په کتو یې د تریاکو د نه کښت پرېکړه کړې ده.

XS
SM
MD
LG