د لاس رسي وړ اتصالات

طالبانو یو ځل بیا د امریکا څخه د افغانستان د کنګل شویو شتمنیو خلاصیدو غوښتنه وکړله


په افغانستان کې د طالبانو حکومت شنبې جون ۲۵ (چنګاښ۴) یو ځل بیا د متحده ایالاتو څخه وغوښتل چې د افغانستان کنګل شوې شتمنۍ خلاصې کړي او هم دې پدې ډلې لګیدلي اقتصادي بندیزونه لیرې کړي.

طالبانو دا غوښتنه په هیواد کې د زلزله ځپلو سیمو سره په ښه توګه د مرستې کولو په خاطر کړې.

د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي په کابل کې خبریالانو ته وویل، " د دې آزمایښت پر وخت په امریکا غږ کوو چې د افغانستان کنګل شوې شتمنۍ خوشې کړي او د افغانستان په بانکونو بندیزونه لیرې کړي تر څو خیریه ادارې وکړی شي افغانستان ته مرستې په آسانۍ ولیږدوي".

د جمهور رئیس جو بایډن په فرمان کې چې د فبروري د میاشتې په ۱۱ مه یې صادر کړ، د افغانستان د مرکزي بانک د کنګل شویو پیسو څخه ۳.۵ ملیارده ډالر د بشري مرستو یو صندوق ته ورکړل شوې او پاتې برخه یې یوې حقوقې دعوې ته ساتل شوي چې په متحده ایالاتو د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د میاشتې د ۱۱ مې په ترهګریزو بریدونو کې د وژل شویو کسانو د کورنیو غړیو کړیده.

د سپينې ماڼۍ ویاندې ژان پې یر د افغانستان د کنګل شویو شمتنیو په هکله د شنبې په ورځ په خبري کنفرانس کې وویل، "مونږ په عاجله توګه د دې پیسو اړوند پیچلو پوښتونو باندې کار کوو چې یقیني شي دا (پیسې) د طالبانو نه بلکې د افغانستان د ولس په ګټه ولګول شي".

ویاندي همدارنګه وویل چې د امریکا حکومت د نړیوالو شریکانو سره په ګډه کار کوي چې افغان ولس ته په عاجله توګه مرستې ورسول شي.

طالب چارواکو ویلي چې تر اوسه د ګاونډیو هیوادونو پاکستان، ایران او ازبکستان تر څنګ د قطر څخه هم د زلزله ځپلو خلکو لپاره مرستندویه مواد د ځمکې او هوا له لارې رسیدلي.

د دې تر څنګ چین هم ویلي چې د ۷.۵ ملیون ډالرو په ارزښت بشري مرستې د افغانستان سره کوي. د دې هیواد د وبهرنیو چارو د وزارت ویاند وانګ وین بن ویلي چې دا مرستې به د را روانې دوشنبې په ورځ په دربست شویو الوتکو کې افغانستان ته واستول شي.

XS
SM
MD
LG