د لاس رسي وړ اتصالات

اشرف غني: نظام یوازې د خلکو د ارادې په اساس تل پاتې کېدای شي


د افغانستان پخوانی ولسمشر محمد اشرف غني وايي، تاوتریخوالی او د عمل سختوالی په افغانستان کې ثبات نشي راوستلی او یوازي هغه نظام چې د خلکو د ارادې په اساس منځته راغلی وي تلپاتې کېدایشي.

ښاغلي غني د جمعې په ورځ جولای اتمه (چنګاښ ۱۸) د لوی اختر په مناسبت پیغام کې ویلي چې افغانستان په تیرو ۴۴ کلونو کې شاته پاتې شوی دی.

د هغه په خبره د ژوند، دین، مال، ټولنې، منطق او دلیل څخه ساتنه د اسلام له نظره د امنیت پنځه اصول دي او که چیري امنیت او خوندیتوب د دغه اصولو په اساس رامنځته نشي د امنیت او خوندیتوب هر ډول ادعا به بې پایلې وي.

د افغانستان پخواني ولسمشر محمد اشرف غني پخپل پیغام کې سیاست او حکومتدارۍ ته هم اشاره کړې ده: "نظام یوازې د خلکو د ارادې په اساس تلپاتې کېدای شي، له هغه نه بغیر ستونزې او تحرکات رامنځته کیږي."

ښاغلي غني د افغانستان د خلکو ترمنځ پر ملي یووالي هم ټینګار کړی دی او ویلي دي چې یووالی باید په عمل کې رامنځته شي : "دغه یووالی له مشورې پرته، له بحث پرته او له ازاد انتخاب پرته نشي رامنځته کېدی." هغه ویلي چې د افغانستان د خلکو ستونزې بیخي زیاتې دي او «له سالم او هر اړخیزه فکر» پرته او یو حکومت چې د خلکو په خدمت کې هم وي» دغه ستونزې به هواري نشي.

د افغانستان پخواني ولسمشر محمد اشرف غني د اسلامي نړۍ له هیوادونو څخه غوښتي چې له طالبانو سره استدلال وکړي او هغوی دي متوجه کړي چې سلام د دین اساسات او د مسلمانانو خیر په کوم لوري کې دی.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو تر دې مخکې ویلي چې په ټول هیواد کې امنیت ټینګ کړی او د قدرت جزیرې له منځه وړي دي.

خو د طالبانو مشر څه موده مخکې په کابل کې د علماوو یوې لویې غونډې ته د خپل حکومت بڼه «د اسلامي سطلنتي حکومت» بڼه وبلل او زیاته یې کړه چې افغانستان د طالبانو تر حاکمیت لاندې خپلواکې پرېکړي کوي او د هیڅ هیواد تر اغېز لاندې نه دي.

XS
SM
MD
LG