د لاس رسي وړ اتصالات

د سویابینو کروندګر له حاصلاتو خوښ خو اصلاح شوي تخمونه غواړي 


د سویابینو کروندګر له حاصلاتو خوښ خو اصلاح شوي تخمونه غواړي 
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:00 0:00

په ننګرهار کې د سویابینو کښت چې کال په کال مخ په زیاتېدو دی او کروندګر يې له حاصلاتو خوښ ښکاري وايي د حاصل د ټولولو په مهال د تجهیزاتو له کموالي سره مخ دي. 

په ننګرهار کې د سویابینو کښت چې کال په کال مخ په زیاتېدو دی او کروندګر يې له حاصلاتو خوښ ښکاري وايي د حاصل د ټولولو په مهال د تجهیزاتو له کموالي سره مخ دي.

د ننګرهار د ښيوې ولسوالۍ د سویابینو یو کروندګر شیراکبر چې په شاو خوا دوه جریبه ځمکه کې يې سویابین کرلي دي وايي، کله چې دا کښت حاصل ورکړي نو په بازار کې په عمده او پرچون توګه پلورل کېږي، چې من له درې سوه افغانیو نیولې تر شپږ سوه پورې پلورل کېږي.

هغه وویل: " سویابین ډېر ښه دي. یو خو د افت په مقابل کې مقاومت لري. لکه د باد او نورو شیانو نه ښه دی چپه کېږي نه. حاصلات يې ډېر ښه دي او خواري هم داسې ډېره خواري نه ده."

سویابین لوبیا ته ورته شکل لري او بېلابېل خواړه ترې تیارېږي. له تېرو څو کلونو يې په ننګرهار کې کرکیلې رواج موندلی دی.

شیراکبر چې ماذیګر لمر لویدو پرمهال هم په کرونده کې بوخت دی او له سویابینو اضافي ګیاه او بوټي لرې کوي، وايي خوښ دی چې له کروندې نه حلاله ګټه ترلاسه کوي.

هغه امریکاغږ ته وویل: " دا د ښېوې شامل کلی دی او په پټي کې مې سابین کرلي دي. سایبین ډېر ښه شی دی، قُرمه ترې جوړېږي. تقریباً ۱۴ قسمه پخلی ترې کېږي، په وړو کې هم اچولی شي غنمو وړو سره چې ډوډۍ ترې پخه کړې."

خو دغه کروندګر د ځینو ستونزو هم وايي، دی وايي، چې تهریشرې نه لري او په ډانګیو له بوټو نه د سویابینو دانې جلا کوي، چې دې سره سویابینو ماتېږي.

سویابین شاو خوا دریو میاشتو کې حاصل ورکوي، چې اوس مهال د شیراکبر د کروندې سایبین نېږدې ګل ته رسېدلي دي.

د هغه غوښتنه دا ده، چې که کرنې ریاست او نورې مرستندویه ادارې ورسره د وسایلو او اصلاح شویو تخمونو برخه کې مرسته وکړي، نو حاصلات به يې څو چنده ښه شي.

سویابین په وروستیو کلونو کې د کوکنارو د یوه بدیل کښت په توګه هم بزګرانو ته معرفي شوي دي.

XS
SM
MD
LG