د لاس رسي وړ اتصالات

په کندهار کې د سبزیو کروندګر وایې چې حاصلات یې ښه مارکېټ نلري 

په کندهار کې د سبزیو کروندګر وایې چې حاصلات یې ښه مارکېټ نلري 
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:41 0:00

په کندهار کې یو شمیر کروندګر چې د طالبانو د مشر له فرمان وروسته د کوکنارو له کرلو یې ډډه کړې ده او په خپلو ځمکو کې یې سبزي کرلي دي د حاصلاتو له مارکیټ شکایت لري او وايي، چې له يو پلوه وچکالي ده او کښت ته یې اوبه نه رسیږي او له بل اړخه یې حاصلات سم نه خرڅیږي. 

د کندهار د محله جات د سیمي کروندګر جمعه ګل وایې چې ځکه خو زیاتره کروندګر د خپلو اقتصادي ستونزو د حل لپاره د نشه یې توکو کښت ته مخه کوي.

نوموړی وایې: ”رومیان، خلولفه، بینډۍ اونور سبزي مو کرلې. رومیان په ارزانه بیه پلورل کیږي که په هغه ټيټه بیه هم نه پلورل کیږي. وچکالي هم ده کښتونه مو وچ هم شو، ستړی کار پکښې کوو خو هیڅ ګټه نشو ورڅخه تر لاسه کولای“.

د سبزیو کروندګر وایې چې د مارکېټ په برخه کې مرستې ته اړتیا لري.

دوی زیاتوي چې که په یوه جریب ځمکه کې تر ۳ تنو پوري کاریګر په کار بوخت وي خو د مارکېټ نشتون یې کوښښ بې پایلي کړی.

هغه وویل: ”اوس چې حاصل ته ورسیده اوبه را باندي‌ وچي شوې د بازار د نشتون ستونزه هم زیاته ده که بازار ښه وای یوه اندازه ګټه یې راته کول درې تنه پدې پټي کې کار وو خو ګټه نده کړې. د تریاکو کښت ته ځکه کرونده ګر زړه ښه کوي چې ګټه یې پر یوه ځای ده“.

د سبزیو کرونده ګر او ځمکه وال وایې چې د کورني مارکېټ ټولي اړتیا وي پوره کولای شي خو لاهم زیاتره د تازه سبزیو کاروباریان د ګاونډیو هیوادونو څخه سبزي واردوي چې د دوی د حاصلاتو پر بازار یې بده اغېزه کړې ده.

XS
SM
MD
LG