د طالبانو حکومت د لوړو زده کړو وزارت وایي چې د نوو محصلینو لپاره د ځای نشتوالي له امله د روان لمریز کال د کانکور کلنۍ ازموینې د وږې میاشتې وروسته اخیستل کیږي.
د لوړو زده کړو وزارت ویاند احمد تقي نن دوشنبه اګست لومړۍ (زمري لسمه) خبریالانو په لېږلې پیغام کې ویلي چې د لوړو زده کړو وزارت بهیر د کرونا ویروس خپرېدو او سیاسي تحولاتو له امله د تیرو دوو کلونو راپدېخوا مختل شوی و.
نوموړي زیاته کړې: "هغه شمېر محصلین چې د وروستي کال په اخیر سمستر کې دي او تر اوسه فارغه شوي نه دي، کله چې هغوی فارغ شي، وروسته به د نوو محصلینو لپاره ځای پیدا شي... باید و وایو چې د ۱۴۰۱ کال کلنی کانکور ازموینه د وږې له میاشتې څخه وروسته اخیستل کیږي."
خو د طالبانو حکومت تر وږې میاشتې وروسته د کانکور کلنۍ ازموینې اخیستلو هیڅ کره نېټه نه ده په ډاګه کړې.
دا په داسې حال کې ده چې تیر کال په افغانستان کې د کرونا ویروس خپرېدو له امله د کانکور کلنۍ ازموینې له خپلې ټاکلې نېټې څخه په ځنډ په زمري میاشت کې واخیستل شوې، په داسي حال کې چې مخکې کلونه د ژمي په وروستیو کې اخیستل کېدې.
د طالبانو حکومت د لوړو زده کړو وزارت ویاند ټینکار وکړ چې د کانکور ازموینې به نسبت نورو کلونو ته شفافې وي او د هیچا لپاره به ممانعت وجود ونلري.
د وحید په نوم یو افغان چې غواړي سږ کال د کانکور په ازموینه کې ګډون وکړي، امریکا غږ ته وویل چې په ورته وضعیت سره به یې راتلونکی ناڅرکند وي.
هغه د طالبانو حکومت د لوړو زده کړو وزارت له مسؤلینو څخه وغوښتل چې د زرګونو زده کونکو راتلوونکی چې تمه یې له کانکور سره تړلې ده، په نظر کې ونیسي او له ستونزو څخه د وتلو لار دې پیدا کړي.
وحید زیاته کړه: "سږ کال زما تر ټولو لویه تمه دا وه چې سږکال به پوهنتون شروع کړم، خو اوس چې د کانکور ازموینې ځنډېدلي دي، د خپل راتلونکي په اړه اندېښمن یم، د طالبانو حکومت باید په دې اړه توجه وکړي."
د کانکور ازموینې په داسې مهال ځنډیږي چې د یو کال راپدېخوا په افغانستان کې تر شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي د طالبانو حکومت لخوا تر امر ثاني د نجونو پر مخ بند شوي دي.
بلخوا ویل کیږي چې په افغانستان کې د نظام تر بدلون وروسته له زده کړو سره د ځوانانو علاقه کمه شوې ده.
د افغانستان سلام شبکې د نظر پوښتنې له مخې چې روان کال تر سره شوې د زده کړو له دوام سره د اکثرو ځوانانو انګېزه کمه شوې ده. دغه نظر پوښتنه چې په کابل، هرات، کندهار، او ننګرهار کې د ۱۸ دولتي او خصوصي پوهنتونونو د ۲۷۵ نجونو او هلکانو محصلینو سره ۷۳ سلنه محصلینو ورته ویلي چې د زده کړو په اړه انګېزه یې کمه شوې یا هیڅ انګېزه نلري.
په دغه نظر پوښتنه کې له ۳۸ استادانو سره هم مرکې شوي چې ۶۳ سلنه یې ویلي چې د درسي موادو برابرولو او څېړنو لپاره هیڅ انګیزه نلري او یا بیخي راکمه شوې ده.