د لاس رسي وړ اتصالات

وچکالۍ مو د انګورو پر حاصلاتو بده اغېزه کړې – د کندهار کروندګر  

وچکالۍ مو د انګورو پر حاصلاتو بده اغېزه کړې – د کندهار کروندګر  
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:51 0:00

په کندهار کې دا مهال د انګورو د حاصلاتو د راټولولو وخت دی، یو شمیر کروندګر وايي چې سږکال وچکالۍ د دوی د انګورو په حاصلاتو بد تاثیر کړی دی او ترڅنګ یې نه د طالبانو حکومت او نه هم مؤسساتو ورسره مرسته کړې ده. 

د کندهار د ژړۍ ولسوالۍ چې یو مهال د تریاکو د کښت په سیمې مشهوره وه دا مهال پکې په زیاته اندازه د انګورو نوي باغونه جوړ شوي دي.

ددې ولسوالۍ د سنځري د سیمي د انګورو کروندګر حبیب الله وایې چې وچکالۍ او سوځنډه لمر یې انګور لمنځه وړي.

هغه وویل: "د کښت اوبه نشته ژورې څاګانې مو اوبه وچې کړي. د اسمان مخ ګرد نیولی شمسي هنداري کار نکوي او یو لېتر تېل په ۳۴۰ کلداری رانیسو دا د بزګرانو له توان څخه وتلی زیان دی نه مرستندویه ادارې سته چي مرسته را سره وکړي او نه هم حکومت راسره مرسته کړې".

دغه کروندګر چې اوس یې د خپلو انګورو حاصلات راټول کړي وايي، په زرګونو کسان د انګورو په راټولولو بوخت وي. دی د مرستو غوښتنه کوي ترڅو دا کار په کروندګرو او کاریګرو ونه دریږي.

د کوکنارو اکثره بزګران وايي، د کوکنارو د کښت یو عمده لامل ټیټ اقتصاد او د نباتي ناروغیو تر څنګ د خپلو حاصلاتو لپاره د مناسب مارکېټ نشتوالی دی.

XS
SM
MD
LG