د لاس رسي وړ اتصالات

اشرف غني، خلیلزاد او عبدالله د جمهوریت د سقوط عاملان وګڼل


د افغانستان پخواني جمهور رئیس محمد اشرف غني د افغان خپرندویه شبکې (ABN) سره په تازه مرکه کې وویل د جمهوریت په سقوط کې ډیرو څیرو ونډه درلوده په ځانګړې ډول د افغانستان د سولې لپاره د متحدو ایالتونو پخواني استازي زلمي خلیلزاد او د افغانستان د مصالحې د عالي شورا پخواني مشر عبدالله عبدالله.

ښاغلي غني په دې مرکه کې ویلي دي چې خلیلزاد له خپلو "طرحو او ژمنو سره د افغانستان سیاسي قشر ویشلی وو." نوموړي دغه امریکایي چارواکی یو "بې کفایت، مفسد او منفور" شخص وباله.

محمد اشرف غني وویل:" خلیلزاد دوه مخونه نه بلکې نهه مخونه درلودل... ما ښاغلي بلینکن "د امریکا د بهرنیو چار وزیر" ته وویل چې دا شخص منفور شوی دی، د افغانستان د خلکو په خاص ډول د جمهوري غوښتونکو د اعتماد وړ ندی. ما سره یې ژمنه وکړه چې د هغوی د پالیسۍ د برخې رئیس سلمان احمد به مسولیت پر غاړه واخلي."

خو ښاغلي غني وویل چې کله چې د امریکا اعلامیه خپره شوه، دې موضوع ته اشاره نه وه شوې.

د افغانستان خلع شوي جمهور رئیس زیاته کړه، ښاغلي خلیلزاد له طالبانو سره په مذاکراتو کې پټ رفتار کاوه :" څو ځله مې خلیلزاد ته وویل چې د دوحې د توافقنامې په مسوده به چې جوړه کړې یې ده په مرګ پيښمانه شي."خو هغه په خپلو کارونو ټینګار کاوه.

خو زلمي خلیلزاد محمد اشرف غني د سولې له بهیر څخه‌ په نه ملاتړ تورن کړی وو.

ښاغلي غني وویل د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن په وار وار هغه ته ویلي وو چې طالبان مذاکرې ته حاضر ندي. هغه زیاته کړه:"زما سره د خلیلزاد مشکل دا وو چې زه افغان وم او مسلمان وم."

خلیلزاد تر اوسه د ښاغلي غني دې څرګندونو ته غبرګون ندی ښودلی.

ولسمشر غني په دې مرکه کې څرګنده کړه امریکایي مقاماتو له سقوط یوه ورځ مخکې داسې ښکاره کړه چې هرڅه ختم دي.

هغه زیاته کړه، د ۲۰۲۱ کال د اګست میاشتې په پنځلسمه نیټه د یکشنبې په سهار د متحدو ایالتونو سفارت خپل ټول اسناد وسوځول او کارکوونکي یې هوایي ډګر ته ولاړل او حتی د صفري قطعاتو په زرګونو ځواکونه چې د ملي‌ امنیت او د افغانستان غوره ځواکونه وو هم تخلیه شول.

ښاغلي غني زیاته کړه:"که هغوی تصمیم درلود چې له جمهوریت څخه ملاتړ وکړي، ولي یې دا ځواکونه تخلیه کړل؟ په کوم دلیل یې هر چا ته چې له هغوی سره کار کړی وو له اشپز څخه نیولې تر جنرالانو پورې ویزه ورکړه."

د نغدو پیسو بندیدل

ښاغلي غني په دې مرکه کې وویل د افغانستان بانک هره میاشت د افغانستان له ارزي زیرمو څخه له امریکا څخه ۲۰۰ میلیون ډالر اخیستل او د بازار د ملاتړ لپاره یې لیلام ته وړاندې کول، خو دا بهیر له سقوط څخه درې ورځې مخکې ودرول شو.

هغه وویل ښاغلي بلینکن په دې اړه ورته وویل چې" بندیزونه درباندې ندي راغلي خو د طالبانو له راتګ څخه اندیښنه لرو. مقدار کم کوو خو پيسې درته استوو خو دا پیسې یې وانه ستولې." هغه وویل د امریکا اندیښنه دا وه چې یادې پیسې د طالبانو لاس ته ونه لویږي.

ښاغلي غني څرګنده کړه بلینکن ورته په ښکاره ډول ویلي وو چې نور " په خپل اساسي قانون دریدلی نشئ" او "د لویي جرګې له لارې د واک د لیږد وړاندیز طالبانو ته د منلو وړ ندی."

ښاغلي غني همدارنګه د خپلو خبرو په دوام عبدالله عبدالله د جمهوریت د سقوط د عاملانو په توګه یاد کړ او زیاته یې کړه چې د جمهوریت د سقوط بار باید یوازې د هغه پر اوږو وانه چول شي.

نوموړي عبدالله عبدالله د جمهوريت د سقوط او د جمهوریت د نه تحکیم مقصر وباله او ویې ویل چې په تیرو اوو کلونو کې پنځوس سلنه حکومت د هغه تر اثر لاندې وو. "اوس غواړي چې د مسولیت ټول بار زما په اوږو واچوي. آیا عبدالله د ټولو مثبتو اقداماتو خنډ نه وو؟"

ښاغلي غني ادعا وکړه چې عبدالله عبدالله اساسي قانون نه مانه.

غني همدارنګه ادعا وکړه چې د دفاع وزارت لپاره د ښاغلي عبدالله یوازینی انتخاب بسم الله محمدي وو او ویل یې چې " پنجشیر باید خوشاله وساتم."

ښاغلي غني د یوې پوښتنې په ځواب کې چې ګویا په ملي خیانت تورن شوی د ۱۳۹۸ کال ټاکنو او د عبدالله د لوړې مراسمو ته په اشارې وویل چا چې د لوړي موازی مراسم جوړول ملي خیانت کړی دی.

اشرف غني زیاته کړه "زه خو اوس یو کال کیږي چې په کابل کې نه یم، هغه سیاستوالو چې زه مقصر ګڼلم په ځانګړي ډول عبدالله او کرزي او خلیلزاد، ولي په دې ونه توانیدل چې د همکاري په برخه کې یو ګام پورته کړي؟"

ښاغلي عبدالله عبدالله تر اوسه د غني ددې څرګندونو په وړاندې غبرګون ندی ښودلی.

د امنیتي مسولانو نه دریدل

ښاغلي غني د افغانستان د جمهوریت په سقوط کې د افغانستان د جګپوړو امنیتي مسولینو د نه دریدو یادونه هم وکړه.

محمد اشرف غني وویل ټاکل شوې وه چې د ۲۰۲۱ کال د اګست د پنځلسمې نیټې له غرمې وروسته‌ په دریو بجو د کابینې غونډه جوړه شي، خو مطلق اکثریت په هیواد کې نه وو. د هیواد دفاع وزیر بسم الله محمدي مخکې له دې چې زه ووځم په الوتکه کې ناست وو. له هغه وروسته وزارت تخلیه شو.

ښاغلي غني وویل په لومړیو کې د افغانستان نهو شمالي ولایتونو‌ په ناڅاپي توګه سقوط وکړ ، سره له دې چې عبدالرشید دوستم او عطا محمد نور ته امکانات ورکړل شوي وو.

هغه وویل:" جنرال دوستم او جنرال عطا ته مو امکانات ورکړل او هوایي قوا مو هم هغوی ته په واک کې ورکړه" خو په بله ورځ هغوی ازبکستان ته ولاړل.

ښاغلي غني زیاته کړه، وروستی کس وم چې له افغانستان څخه ووتلم. هغه د خپلو وتلو علت د افغانستان د پخواني جمهور رئیس ډاکټر نجیب الله د مرګ د پيښې د تکرار مخنیوی وباله.

غني: د افغانستان منتخب جمهور رئیس یم

محمد اشرف غني له افغانستان څخه تر وتلو یو کال وروسته وویل چې دی لا هم د افغانستان منتخب جمهور رئیس دی.

هغه زیاته کړه:" د اساسي قانون له مخې جمهور رئیس وم او تر هغه چې د افغانستان خلکو په قانوني ډول واک بل چا ته نه وي لیږدولی ، جمهور رئیس یم."

ښاغلي غني وویل هغه میراث او امانت چې هغه ته سپارل شوی د خلکو د رایي او انتخاب پرته یې په خپل زړه چا ته نشي ورکولی.

دا په داسې حال کې ده چې له افغانستان څخه د ښاغلي غني تر وتلو وروسته د هغه لومړي مرستیال امرالله صالح ویلي وو چې د افغانستان د اساسي قانون له مخې هغه د جمهوري ریاست مشروع سرپرست دی.

طالبان اقلیت دي

محمد اشرف غني وویل چې طالبان یوه اقلیته ډله ده او د هغوی له خوا به د افغانستان د نورو قومونو او فرهنګونو نه منل ملي وحدت نور هم کمزوری کړي. هغه زیاته کړه که طالبان حاکم شي سخته دیکتاتوري به رامنځ ته کړي.

نوموړي زیاته کړه چې طالبان باید له پاکستان او القاعده څخه ځان جلا کړي.

ښاغلي غني وویل:" طالبانو په شیرپور کې د خلکو کورونه غضب کړي دي. د هغوی په واکمني کې میرمنو خپل حقونه له لاسه ورکړي ، ځوانان له وطن څخه وتلي او هغه کسان چې په زده کړو او پوهه سمبال وو او په پکار وو، د هغوی ځای یې ملا صاحبانو ته ورکړی دی."

د افغانستان پخواني جمهور رئیس ددې په اړه چې آیا بیرته به افغانستان ته ستون شي که نه وویل چې له خپلو افغان دوستانو سره تر سلا مشورې وروسته دې نتیجې ته رسیدلی چې اوس کابل ته د هغه د ستنیدو شرایط برابر ندي.

XS
SM
MD
LG