د لاس رسي وړ اتصالات

هرات کې طالبان تیر یو کال نشه يي توکو سره مبارزه له لاسته راوړنو ډکه بولي


په هرات کې د طالبانو سيمه ايز مسئولين په تیر یو کال کې له نشه یي توکو سره خپله مبارزه له لاسته راوړنو ډکه بولي.

خو بل لورته یو شمیر کارپوهان پدغه ولایت کې پدې باوري دي چې له نشه يي توکو سره اساسي مبارزه نه یوازې شوې نده بلکې لا هم طالبان پدغه ولایت کې منظم مسلکي ځواکونه نه لري، چې له نشه توکو سره مبارزه وکړي.

هغوی وايي چې بزګران د بدیل معیشت د میکانیزم له نشتوالي هم سرټکوي.

د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۵ د طالبانو له خوا د جمهوریت له نسکورېدو وروسته، افغانستان له بدلونونو سره مخ شو. د جمهوریت د بنسټونو نړول او د نړیوالو مرستو کمی او ددغو مرستو د کمیدو تاثیرات د نورو برخو ترڅنګ له نشه يي توکو سره په مبارزې هم تاثیر درلود.

په هرات کې یو زیات شمیر کروندګرو د طالبانو له راتګ سره د کوکنارو کرلو ته مخه وکړه او د دوی په وينا چې سیاسي فضاء برابره وه او نورو کښتونو هم ورته ګټه نه کوله.

د هرات یو تن بزګر محمد میر وايي: "بل کاروبار باندې مو ګذاره نه کيږي. ګذاره مو په دا کوکنارو باندې کيږي."

پدغه ولایت کې اکثره بزګران وايي چې د طالبانو له راتګ سره د کوکنارو کښت زیات شو او کله چې د دوی مشر د کوکنارو په کرلو بندیز ولګوه نو بیې هم ورسره لوړې شوې.

اوس وروسته له یوه کاله په هرات کې د طالبانو سيمه ييزو مسوولين، وايي چې دوی په تیر یو کال کې د مخدراتو او کوکنارو پر وړاندې د مبارزې په برخه کې ډېرې لاسه راوړنې لري.

د هرات له مخدره موادو سره د مبارزې مدیر حیات الله روحاني وايي: "يو کال کې تقريبا موږ ډېرې لاسته راوړنې لرو، هغه دا چې تقريبا پنځه زره جريبه ځمکه د کوکنارو او د چرسو بوټو څخه پاکه کړې ده. په هرات ولایت کې او موږ تقريبا په زرګونو کيلو مواد نیولي او تقريبا د درې سوه په شاوخوا کې مواد فروشان نیول شوي دي چې د هغوی دوسيي محکمې ته سپارلي دي. "

بلخوا د یو شمېر کارپوهانو په باور، مخدراتو او کوکنارو سره مبارزه له مسلکي ځواکونو او د نړیوالې ټولنې له ملاتړ پرته ناشوني ده.

په هرات کې اوسیدونکی د حالاتو څېړونکی محمد رفیق شهیر وویل: "پیسې کې نه وي، کمک کې نه وي، مشورې چې نه وي، نړيواله مرسته کې نه وي نو دې سره خو مبارزه به مشکله وي. دا امارت په يوازې سر نشي کولی دې سره مبارزه وکړي.هغه اساسي کارونه شوي دي چې فرمان يې ورکړی اوس کښت لمنځه وړي خو، ځيني مناطقو کې پاتې دي تر اوسه هغه هم د اقتصادي لحاظه چې خلک نور کوم عايد نلري چې څه به وکړي."

په داسې حال کې چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت يو کلن شوی خو تر اوسه د نړۍ هيڅ يو هيواد لخوا په رسميت ندی پېژندل شوی.

د يو شمېر کارپوهان په باور، د طالبانو حکومت هغه مهال کوکنارو او مخدره توکو سره په مبارزې بريالی کېدلای شي چې نرۍ سره ښې اړيکې ټینګي کړي او د بديلو کښتونو په برخه کې د هغوی ملاتړ راجلب کړي.

XS
SM
MD
LG