د لاس رسي وړ اتصالات

ریحان، په کندهار کې د کوکنارو یو بل بدیل بوټی 


ریحان، په کندهار کې د کوکنارو یو بل بدیل بوټی 
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:56 0:00

په کندهار کې یو شمیر کروندګر وايي، چې ریحان تر کوکنارو ښه حاصل ورکوي او بیه یې هم لوړه ده. دغو کروندګرو په هغو سیمو کې چې پخوا به کوکنار کرل کیدل اوس د ریحانو کښت ته مخه کړې ده او له کښت یې هم خوښ دي. 

په کندهار کې یو شمیر کروندګر وايي، چې ریحان تر کوکنارو ښه حاصل ورکوي او بیه یې هم لوړه ده. دغو کروندګرو په هغو سیمو کې چې پخوا به کوکنار کرل کیدل اوس د ریحانو کښت ته مخه کړې ده او له کښت یې هم خوښ دي.

د کندهار د ډنډ ولسوالۍ یو کروندګر عظیم الله چې په اته جریبه ځمکه یې ریحان کرلي دي وايي، چې ریحان تر ډيره د هند او ځینو نورو هیوادونو په مارکېټونو کې پلورل کیږي او د درملو په تولید کې ورڅخه ګټه اخیستل کیږي.

د ډنډ ولسوالی د روحرباد د سیمي دا کروندګروایې: ریحان لږې اوبه غواړي او حاصل په څلورو میاشتو کې ور کوي. هند او ځینو نورو هیوادونو ته صادریږي چې په کښت کې یې زیات کسان په کار بوخت دي.

که څه هم چې ریحان له پخوا څخه په کندهار کې کرل کیږي خو اوس زیاتو ځمکه والو ورته مخه کړې ده.

کروندګر یې وایې چې د تریاکو د زیانونو له کبله چې په سیمه کې یې ځوانان په نشه اخته شوي، د سیمي خلکو پریکړه کړې چې بدیل کښتونه وکړي.

عظیم الله پدې اړه زیاتوي: «زموږ پر نورو کروندګرو هم غږ دی چې ریحان ښه ګټه لري تېر کال موږ څلور کیلو ریحان ۹۵۰ افغانی وپلورل چې ځینو ځمکه والو آن تر یو ټن پوري حاصل وپلوری دا هم تر تریاکو ښه ګټه لري او هم حلال کښت دی.»

دا راز د شاتو مچی هم د ګل په موسم کې له ریحانو څخه ګټه اخلي چې د ریحانو شات هم لوړه بیه کوي.
لویو ښارونو ته د نږدې پرتو ولسوالیو اوسیدونکې ځمکه وال وایې چې په سیمو کې یې د نشه یې توکو د معتادینو د شمېر د زیاتوالي له کبله ټولنیزي ستونزي لیدلي ځکه خو یې پریکړه کړې چې د نشه یې توکو کښت نور ونکړي.

XS
SM
MD
LG