د لاس رسي وړ اتصالات

 په ننګرهار کې د مڼو بڼوال ښو حاصلاتو ته په تمه دي 


 په ننګرهار کې د مڼو بڼوال ښو حاصلاتو ته په تمه دي 
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:59 0:00

د ننګرهار په دره نور ولسوالۍ کې د مڼو یو شمیر باغداران تمه لري، چې سږ کال به یې باغونه د تیر کال په پرتله ښه حاصل ورکړي او پدې ولسوالۍ کې د ګوتو په شمار د مڼو باغونه شته چې بڼوال یې له ترویج خوښ دي. 

د ننګرهار په دره نور ولسوالۍ کې د مڼو یو شمیر باغداران تمه لري، چې سږ کال به یې باغونه د تیر کال په پرتله ښه حاصل ورکړي او پدې ولسوالۍ کې د ګوتو په شمار د مڼو باغونه شته چې بڼوال یې له ترویج خوښ دي.

د دره نور ولسوالۍ په سُتن دره کې د عبدالماجد په نوم د مڼو یو بڼوال وايي له یوه کال څخه بل ته دده د باغ حاصلات مخ په زیاتیدو دي. هغه وايي، په دې ولسوالۍ کې د مڼو بڼوالي په دا وروستیو کلونو کې دود شوې، چې له تېرو دریو کلونو راهیسې حاصلات ورکوي.

هغه وویل:" د مڼو باغ دا لس کاله کېږي چې مونږ کرلی دی. پروس کال نه يې سږ کال حاصلات زیات دي، پروس کال مو قلم کړي نه و سږ کال مو قلم کړي دي نو ځکه يې مڼې زیاتې نیولې دي."

دی وايي، تېر کال يې په مجموع کې ۲۵۰ پاکټه مڼې حاصلات کړي وو، خو سږ کال يې اټکل دا دی چې تر ۳۵۰ پاکټو پورې مڼې به ورکړي.

د هغه په خبره، په دره نور کې د مڼو د بڼوالې ډېر دود نه شته او اوس په دې وروستیو کې خلکو باغدارۍ ته مخه کړې ده.

هغه وویل: "دلته په دره نور کې د مڼو ډېر رواج نشته دی. دا دوه باغونه دي تر اوسه چې یو دلته دی او یو بل په لمټک کې دی، دا خو هم مېوه ده هر څوک يې خوړلی شي او هم يې ګټه ډېره ده د غنمو او نورو په پرتله."

عبدالماجد وايي، دره نور کې هم سږ کال کوکنار څه اندازه کرل شوي و، خو په خبره يې د کوکنارو پر پرتله د مڼو عواید ډېر وي او له بلې خوا د کوکنارو ګټه حرامه هم ده.

اوس د نوموړي بڼ مڼو د ونو ښاخونه را کاږه کړي او نېږدې لنډو ورځو کې به يې حاصلات را ټول کړي، چې په خبره يې له دې ځایه پر ننګرهار سربېره لغمان او نورو ولایتونو ته هم لېږدول کېږي.

XS
SM
MD
LG