د لاس رسي وړ اتصالات

سلګونه هکټاره ځمکه مو له لشکري چینجیانو او صحرايي ملخانو ژغورلې - د ننګرهار د کرنې ریاست  

سلګونه هکټاره ځمکه مو له لشکري چینجیانو او صحرايي ملخانو ژغورلې - د ننګرهار د کرنې ریاست  
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:59 0:00

د ننګرهار د کرنې او مالدارۍ د ریاست د بوټو د ساتنې او قرنطین مدیریت وايي، چې سږ کال یې ددغه ولایت په ښیوه او روداتو ولسوالیو کې ۲۵۰ هکټاره ځمکه له زراعتي افتونو چې پکې د لشکري چنجیانو او صحرايي ملخانو چپاوو وو مخه نیولې ده. 

د دې مدیریت مسؤلین وايي، چې په ختیځو ولایتونو کې د نباتاتو پر وړاندې مختلف آفات وجود لري او په ډله ایزه توګه حملې کوي، چې هر کال په دلوې او ثور میاشتو کې ډېر څرګندېږي.

د ننګرهار د بوټو ساتنې او قرنطین مدیر ډاکټر خواجه عبدالغالب صدیقي امریکاغږ ته ویلي، چې د دې آفاتو مخنیوي په اساس د کروندګرو حاصلات له ګواښ ژغوري.

عبدالغالب صدیقي وايي: "لشکري چینجي را پېدا کېږي په ختیځو ولایتونو کې او صحرايي ملخان، دا اکثر له روداتو ولسوالۍ او کوز کونړ د ګمبیري له دشتو نه راپورته کېږي، بروز کوي هلته مزرعو ته صدمه رسوي."

هغه وايي، هر کال د بوټو ساتنې او قرنطین مدیرت کار کوونکو د دوی د مخنیوي پر وړاندې کار کړی دی او دا افت يې له منځه وړی دی.

ډاکټرصدیقي وايي، د دې کار ښه بېلګه یوازې په روان کال کې د ننګرهار په دوو ولسوالیو ښېوې او روداتو کې د ۲۵۰ هکټاره ځمکو کې د نباتاتو او کښتو نو ژغورل یادوي.

هغه وویل:"عموماً دوه قسمه افتونه دي، چې یو ته وايي ارمي ورم یا لشکري چینجیان او بل ته وايي صحرايي ملخان چې په دې ولسوالیو کې راغلي وو، شپږو ولسوالیو کې دا افات رامنځته کېږي، چې په دوو ولسوالیو کې يې یرغل کړی وو."

خواجه عبدالغالب صدیقي وايي، دا زراعتي افات هر کال دوا پاشي کېږي او له منځه وړل کېږي، چې په دې سره کروندګرو ته د اوښتوونکي زیان مخه نیول کېږي.

د هغه د معلوماتو له مخې دا پروګرام کروندګرو ته د بدیل معیشت ښه ملاتړی دی او هر کال په دوامداره توګه له کروندګرو سره له نېږدې نه کار کوي ترڅو له دې لارې هم د کوکنارو له کرلو مخه واړوي.

XS
SM
MD
LG