د کندهار د شاه ولیکوټ ولسوالۍ چې د انځرو د حاصلاتو یوه له عمده سیمو یادیږي پکې د انځرو باغداران وايي، چې سږ کال د وچکالۍ له امله د دوی د انځرو فصلونو مرض کړی او د ښه حاصل تمه نه لري.
د دې سیمي د انځرو باغ لرونکې وایې چې د اوبو د نشتوالي په پایله کې یې د انځرو ونو بیلابیل امراض پيدا کړي چې حاصلات یې لمنځه وړي.
د سوزنیانو د سیمې اوسیدونکی جان محمد وايي، چې د تریاکو زیانونو ته په کتو ځایي خلکو سږ کال د انځرو باغونو ته مخه کړه او له تیرو پنځو کلونو راهیسې د انځرو نوي باغونه یې کښینول چې وچکالۍ په یو ځل له منځه یووړل.
هغه وویل : د انځرو یو خروار په دوه سوه پنځوس زره افغانۍ پلورل کیږي خو په مقابل کې یې تاریاک من تر پنځوس او شپيته زره افغانیو پورې بیه لري. ځکه خو ځمکه وال د انځرو ګټې ته هیله من دي خو وچکالۍ په یوه ځل هر څه له منځه یووړل.
دغه کروندګر وايي، چې د کندهار د زراعت ادارې کروندګرو ته داسې امکانات ندي برابر کړي چې د نباتي ناروغیو مخه پرې ونیول شي.
سږکال وچکالي د کرونده ګرو اساسي ستونزه یاديږي چې له امله یې د کرهڼي سکتور ته لوی زیان رسولي . دې تر څنګ په وروستیو اونیو کې موسمي سیلابونه هم د زراعتي ځمکو او حاصلاتو د زیان سبب شوي