د لاس رسي وړ اتصالات

په کندهار کې باغدران وايي د وچکالۍ له امله یې حاصلات کم شوي 


په کندهار کې باغدران وايي د وچکالۍ له امله یې حاصلات کم شوي 
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:22 0:00

په کندهار کې یو شمیر باغداران وايي که څه هم سږ کال په وروستیو میاشتو کې بارانونه وشول خو پدغه ولایت کې د اوبو د کمښت له امله د دوی حاصلات ښه ندي. 

په کندهار کې یو شمیر باغداران وايي که څه هم سږ کال په وروستیو میاشتو کې بارانونه وشول خو پدغه ولایت کې د اوبو د کمښت له امله د دوی حاصلات ښه ندي.

د کندهار د ډنډ ولسوالۍ د محله جات پدې سیمه کې د مڼو دا باغ لومړنی دی چې تیر کال په حاصل راغلی دی. د کوکنارو پخواني کروندګر وايي له هغه را وروسته چې د کوکنارو په کرلو بندیز ولګیده اوس دوی د نورو کرهڼیزو توکو ښو حاصلاتو ته په تمه دي.

د مڼو باغدار بشیر احمد وايي، چې دوی هیله من دي راتلوونکي کال ته به له خپل باغ څخه ډیره ګټه ترلاسه کړي.

بشیر احمد وویل: ”دغه باغ موږ پنځه کاله مخکې ايښی. زمونږ په سیمه کې انار ښه حاصل نه ورکوي. د مڼو له دې باغ څخه مو تیر کال لومړنۍ میوه واخیسته. سږ کال د وچکالۍ له کبله یې حاصل ور نه کړ“.

دغه باغ لرونکی وايي، چې مڼې تر ډیره اوس کورنی مارکیټ لري.

په ورته وخت کې د تازه میوو سوداګر وايي چې د مڼو په فصل کې هره اوونۍ تر دوه سوه ټنو پورې تازه مڼې په کورني مارکیټ کې پلورل کیږي.

XS
SM
MD
LG