د لاس رسي وړ اتصالات

ملګري ملتونه: د طالبانو واکمنۍ کې د افغانستان اقتصاد په 'ناوړه توګه' سقوط کړی


ملګرو ملتونو د چهار شنبې په ورځ اکتوبر پنځمه (تلې ۱۳) وویل چې واک ته د طالبانو له رسیدو وروسته د افغانستان رسمي اقتصاد په فاجعه بار شکل سقوط کړی او ۹۵ تر ۹۷ سلنه افغانان د بیوزلۍ تر کرښې لاندې ژوند کوي.

هغه راپور چې ملګرو ملتونو نن خپور کړی پکې راغلي چې له یو کال څخه په کمه موده کې د افغانستان د اقتصاد ۱۰ کلنې لاسته راوړنې محوه شوي دي.

ملګرو ملتونو ویلي چې د تیر کال په اګست میاشت کې واک ته د طالبانو له رسیدو مخکې د افغانستان ناخالص داخلي تولید شاوخوا ۲۰ میلیارده ډالر وو چې دا وړ رقم دی.

د آسیا او پسفیک لپاره د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام رئیس کاني ویګناراجا په یو مطبوعاتي کنفرانس کې وویل چې د یو کال په موده کې د افغانستان ناخالص داخلي تولید شاوخوا پنځه میلیارده ډالره زیان لیدلی دی.

هغه زیاته کړه:" دا اندازه پيسې، د هغه ثروت برخه ده چې په تیرو ۱۰ کلونو کې راغونډې شوې وي او یوازې په ۱۰ میاشتو کې له منځه ولاړې. دا ډول ډراماټیک سقوط مې د نړۍ په بل هیڅ ځای کې لیدلی نه وو."

د ملګرو ملتونو دغه چارواکي وویل چې د خوراکي موادو بیه د تیر کال د اګست میاشتې څخه راپدیخوا ۳۵ سلنه لوړه شوې ده او افغانان تر ۸۰ سلنه پورې خپل عاید په خوراکي موادو او نفتو مصرفوي.

ملګرو ملتونو همدارنګه ویلي دي چې له هرو پنځو ماشومانو څخه یو د جدي خوارځواکۍ له خطر سره مخ دی په ځانګړې ډول د هغه هیواد په سویل کې.

په دې راپور کې راغلي دي چې په افغانستان کې د ۲۰۲۲ کال تر نیمایي پورې، ۷۰۰ زره دندې له منځه ولاړې ، هغه وظایف چې تر ډیره میرمنې پکې بوختې وې.

د ملګرو ملتونو ددغه راپور له مخې، د رسمي اقتصاد سقوط په نوموړي هیواد کې د غیر رسمي اقتصاد د اهمیت د لوړیدو لامل شوی دی چې ۱۲ تر ۱۸ سلنه ناخالص داخلي تولید جوړوي. تیر کال د افغانستان د غیر رسمي اقتصاد کچه ۱۴ سلنه وه.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام مشر عبدالله الدرداري ویلي دي یوازې بشري مرستې نشي کولی د افغانستان د اقتصادي سقوط مخه ونیسي. هغه زیاته کړې هغه افغانان چې مرستو ته اړتیا لري په تیرو ۱۴ میاشتو کې له ۱۹ میلیونو څخه ۲۲ میلیونو ته زیات شوي دي.

الدرداري زیاته کړه ملګري ملتونه غواړي چې په راتلونکو دریو کلونو کې په افغانستان کې د خصوصي سکټور د احیا، له محلي ټولنو سره د کار او پر متشبثو میرمنو د تمرکز، د کرنیزو تولیداتو د احیا او د وړو پورونو او بانکدارۍ له لارې دوه میلیونه دندې رامنځ ته کړي دي.

له دې مخکې، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې او د نړۍ د خوړو پروګرام په یو راپور کې ویلي وو چې ټاکل شوېده د روان میلادي کال تر نومبر میاشتې پورې، شاوخوا شپږ میلیونه افغانان د لوږې له پلوه په بیړني حالت کې راشي.

XS
SM
MD
LG