د لاس رسي وړ اتصالات

کندهار کې د کوکنارو ځینې پخواني کروندګر وايي نور کښتونه ښه مارکیټ نه لري 


کندهار کې د کوکنارو ځینې پخواني کروندګر وايي نور کښتونه ښه مارکیټ نه لري 
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:32 0:00

په کندهار کې د تاریاکو هغه پخوانيو کروندګرو چې اوس یې د سبزیو کښت ته مخه کړې ده د خپلو حاصلاتو لپاره د مارکېټ غوښتنه کوي او وايي، چې نور حاصلات ښه بیه نه کوي. 

په کندهار کې د تاریاکو هغه پخوانيو کروندګرو چې اوس یې د سبزیو کښت ته مخه کړې ده د خپلو حاصلاتو لپاره د مارکېټ غوښتنه کوي او وايي، چې نور حاصلات ښه بیه نه کوي.

په کندهار کې چې پدې وروستیو کې د توریو کښت عام شوی وايي اوسني کروندګر یې له مارکیټ شکایت لري او وايي، چې تورۍ په ټیټه بیه پلورل کیږي.

دا کروندګر وايي، د دوی د تولید کړې سبزیو برعکس د سبزیو مارکېټ ته له بهر په ځانګړي ډول د پاکستان له مارکېټ څخه را وارد شوې تورۍ په لوړه بیه پلورل کیږي.

دا مهال د کندهار د سبزیو په مارکېټ‌ کې درې کیلو توری په ۸۰ افغانیو پلورل کیږي.

د تورۍ کرونده ګر ګلاب وایې:”موږ سږکال د توریو کښت کړی دا ډېر ګټور کښت دی او خوراک یې هم زیاته ګټه لري ځکه یې زیات خلګ را نیسي په هرو څلورو ورځو کې یې موږ حاصل را ټولو چې تر ۱۶۰ کیلو پوري حاصل زه له خپلي پنځه جریبي ځمکې څخه را ټولوم خو بیه یې ټیټه ده او موږ ته ډېره ګټه په لاس نه راځي خو له بهرني مارکېټ څخه وارد شوي د سبزیو دا ډول په لوړه بیه خرڅیږي“.

د توریو کښت تر ډېره په تودو سیمو کې ترسره کیږي چې د فراه، کندهار او هلمند ولایتونو په بیلا بیلو برخو کې یې اوس کښت عام شوی دی.

XS
SM
MD
LG