په کندهار کې د کوکنارو یو شمیر پخواني کروندګر چې اوس یې بدیلو کښتونو ته مخه کړې وايي، په بدیل کښتونو کې هغومره ګټه نشته لکه په تاریاکو کې چې ده خو د طالبانو حکومت یې د کر او تولید مخه نیسي.
د طالبانو مشر د روان کال د اپریل په میاشت کې د کوکنارو په کرلو بندیز ولګوه. په کندهار کې یو شمیر کروندګر وايي، چې د کوکنارو په کر له بندیز سره سږ کال وچکالي ده او د اوبو د کمي له امله یې داسې کښتونو ته مخه کړې ده چې یوازې دوه ځله اوبه غواړي.
د سیمې کروندګر وايي، چې سږ کال د کندهار په ډنډ ولسوالۍ کې په زیاته کچه د میوو کښت شوی دی.
کرونده ګر وايي چې ددې سیمي زیاتره کروندګرو د تریاکو د زیانونو له امله د نشه یې توکو د نه کښت پرېکړه کړې او بدیلو کښتونو ته یې مخه کړې ده.
د تاریاکو پخوانی کروندګرسخي داد وايي: ”تریاک که څه هم په لوړه بیه پلورل کیږي خو توره او سپینه سره غواړي چې هغه هم په لوړه بیه را نیول کیږي د غنمو کښت مو بیا ځکه ونکړ چې د کیمیاوي سري د رانیولو توان ځینو کرونده ګرو نه درلود“.
کروندګر وایې چې که د اوبو منابع مدیریت شي نو دوی کولای شي چې په کال کې د دوه ځله بارانونو څخه د خپل کښت لپاره پریمانه اوبه تر لاسه کړي.