په کندهار ښار کې یو شمیر ښاریان وايي، چې پدغه ښار کې په ټولیز ډول په نشه يي توکو د معتادینو شمیره را کمه شوې ده خو بیا هم د ښار په مختلفو سیمو کې د مخدره موادو روږدي لیدل کیږي چې باید درملنه یې وشي.
د کندهار ښار یو اوسیدونکی نقیب الله وايي، چې پخوا د نشه يي توکو د روږدو حضور زیات وو او د ښار واټونه به ترې ډک وو خو اوس د هغه په خبره دا هیروئينیان کم شوي دي.
نقیب الله وویل:”له دغه دوراهي څخه تر چوک مدده پورې دا جاده کې ګرده هیروئینیان وو. اوس ډیر کم سوي. سته داسې نده چې نسته. د عینو مینې مخې ته مې ولیده. اوس هم پدا هدیرو کې سته“.
د کورنیو او ښاریانو تر شکایتونو وروسته له تېرو څو میاشتو راهیسې په کندهار او هلمند ولایتونو کې له عامه ځایونو څخه د معتادینو د را ټولیدو هڅي پيل شوي.
د کندهار ښار دغه اوسیدونکی وايي، چې په نشه يي توکو د روږدو کورنۍ د وړیا روغتیایي مرکزونو غوښتنه کوي چې دا روږدي پکې تر درملنې لاندې ونیول شي.
هغه وویل: ”زما خپل ورور په نشه اخته دی ټوله کورنی ورسره په ستونزه کې ده. د درملنې کوم روغتیايي مرکزونه چې معتادینو ته جوړ شوي ځيني یې شخصي دي او ځيني نور بیا امکانات نلري د معتادینو د درملنې وړیا روغتیايي مرکزونه دي زیات شي“.
په نشه یې توکو د روږدو کسانو کورنی وایې چې په شخصي روغتیايي مرکزونو کې د معتادینو درملنه لوړ لګښت غواړي چې دوی یې نشي پوره کولای.
دوی زیاته وي چې که د نشه یې توکو د معتادینو د درملنې وړیا مرکزونه جوړ شي نو زیاتره کورنی به د خپلو معتادو غړو درمنله پکښې وکړي.