د لاس رسي وړ اتصالات

سږ کال د ننګرهار ګوړې ته سم بازار نشته - د ګنیو بزګر


سږ کال د ننګرهار ګوړې ته سم بازار نشته - د ګنیو بزګر
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:01 0:00

د ننګرهار په کامې ولسوالۍ کې د ګوړې د ګاڼو یو شمیر مالکین د ګوړې لپاره د بازار له نشتوالي څخه اندېښمن دي او وايي، چې د تیر کال په پرتله سږ کال د ګوړې بیې ټیټې شوي او په بازار کې سمې نه خرڅیږي. 

د ننګرهار په کامې ولسوالۍ کې د ګوړې د ګاڼو یو شمیر مالکین د ګوړې لپاره د بازار له نشتوالي څخه اندېښمن دي او وايي، چې د تیر کال په پرتله سږ کال د ګوړې بیې ټیټې شوي او په بازار کې سمې نه خرڅیږي.

کامه یوه له هغو ولسوالیو ده چې په زیاته اندازه ګني پکې کرل کیږي او دا ولسوالۍ په ګاڼیو، ګوړې او سانچقو هم مشهوره ده.

د ګاڼیو یو شمیر مالکین وايي مارکیټ ته لا هم پاکستانۍ ګوړه چې د دوی په ويناء له چونې او نورو ناسمو توکو جوړیږي واردیږي او په کور دننه د کامې د مشهورې ګوړې مارکیټ یې اغېزمن کړی دی.

نجیب الله د کامې په ولسوالۍ کې د شاو خوا پنځه میلیون افغانیو په ارزښت د ګوړې ګاڼۍ لګولې او نږدې پنځه کال کېږي، چې ګوړه تولېدوي.

هغه امریکاغږ ته وویل، چې د تېرو کلونو په پرتله يې د ګوړۍ د پلور بازار کم رنګی او پر سوداګرۍ يې د پاکستانۍ ګوړۍ واردولو اغیز پرېښی دی.

هغه وویل:"پاکستان نه ګوړه را روانه ده. هغه ارزانه ده. په هغې کې هلته بوره اچول کېږي. ګلوکوز اچول کېږي او چونه اچول کېږي نو هغه ګوړه ارزانه ده. دلته خالص شربت دی. ګني، ګاڼۍ او دا هر څه خلک ګوري، په دې وجهې چې هغه ارزانه ده عوام غریب دي."

هغه وايي، تېروکالونو کې يې ګوړه ښه پلورل کېدله، ځکه سوداګر ورتلل او په ښه نرخ يې د هېواد او آن د سیمې د هېوادونو تر بازارونو رسوله، چې سږ کال هغسې نه ده.

نجیب الله وايي، ګڼ شمېر کسانو ته يې د کار زمینه هم برابره کړې ده، چې په خبره يې تر ۳۰ پورې کسان ورسره د ګوړې په کارخونه کې بوخت دي او همداسې د ګنو په کروندو کې هم.

وايي، سږ کال د تېر کال په پرتله په زیاته ځمکه کروندګرو ګني کرلي دي، خو په خبره يې؛ چې هم کروندګر خفه دي او هغه فابریکه وال چې ګني اخلي او ګوړې تولېدوي.

هغه وویل: "بزګران په دې خفه دي، چې پټي يې نه اوزګارېږي. بل دلته د ګوړې قیمت را کم شوی دی. تجاران نه راځي".

د ګوړې فابریکه وال وايي، دلته په کور دننه د ګوړې د تولېد ستونزه حل ده، نو په کار ده چې د طالبانو حکومت له بهره يې واردات بند کړل شي.

دوی وايي، رنګا رنګ ګوړې تولېدوي، لکه زنجبیل لرونکې، مساله داره، ساده او چهارمغزو لروونکي، خو دا هر څه د پېردوونکو په خوښې پورې اړه لري.

XS
SM
MD
LG