په کندهار کې د انځرو یو شمیر کاروباریان وايي، چې سږ کال پدغه ولایت کې د انځرو حاصلات په بې ساري ډول کم شوي او په ويناء یې بې وخته اورښتونه، نباتي ناروغۍ او هند ته یې نه صادریدل هغه عمده لاملونه دي، چې د انځرو د پلور مارکیټ یې کمزوری کړی دی.
د کندهار د ډنډ ولسوالۍ اوسیدونکی سید احمد وایې چې د انځرو د باغونو د حاصلاتو د لږوالي تر څنګ یې بیه هم ډيره را ټيټه شوې ده.
د انځرو دغه کاروباري وایې:”پخوا که به یوه باغ لس خرواره انځر کول سږکال یې درې خورواره کړي، تر څنګ یې بارانونو رنګ هم ور زیانمن کړی او په ډيره ټيټه بیه پلورل کیږي. تر ټولو لومړی درجه انځر په ۹زره کلداري د پاکستان په مارکېټ کې پلورل کیږي مخکې دا بیه ۲۵ زره وه“.
د کندهار د انځرو دغه کاروباري وايي، له هغه راهیسې چې طالبان واک ته رسیدلي هند ته د انځرو صادریدل هم بند شوي یا ډیر کم ځي.
سید احمد وویل: ”مخکې هند ته زیات صادریدل اوس هلته هم نه ځي ځکه مارکېټ نلري، د وچې میوې تجاران هم د تېرو کلونو په پرتله لږ سودا کوي ځکه چې مارکېټ نشته“.
سږکال په جنوبي ولایتونو کې سیلابي بارانونو د کرهڼي سکتور ته زیات زیان رسولی.
زیاتره ځمکه وال له ټيټ اقتصادي حالت شکایت لري او وایې چې اقتصادي مجبوریتونه یې اړ باسي چې غیري قانوني کښتونو ته لکه د کوکنارو کر ته مخه کړي.