د لاس رسي وړ اتصالات

هینجه تر تریاکو درې ځله زیاته ګټه کوي – د کرهڼې ماهرین 

هینجه تر تریاکو درې ځله زیاته ګټه کوي – د کرهڼې ماهرین 
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:52 0:00

که څه هم پخوا په کندهار کې د هینجې کښت نه کیدی خو د هینجې د ښې بیې په وجه اوس زیاتو کروندګرو پدغه ولایت کې د هینجې کښت ته مخه کړې ده او د هینجې د کرلو ماهرین وايي، چې تر تریاکو یې ګټه درې ځله زیاته ده.  

په کندهار کې د زراعتي بوټو د ترویج یو ماهر محمدالله نوري وایې چې د کندهار په ګڼو ولسوالیو کې د هنجې کښت د تریاکو د غوره بدیل په توګه د ترویج په حال کې دی.‌

هغه وویل: ”هینجه له تېرو درېیو کالونو راهیسې دلته رواج شوې یو کیلو یې ۱۵ لکه افغانی بیه لري چې د درملو په تولید کې ورڅخه ګټه اخیستل کیږي. له شک پرته دا د تریاکو تر ټولو غوره بدیل دی چې د ښه عاید په وجه کرونده ګرو اوس د دې کښت ته هم پام اړولی“.

نوموړی وايي، د تریاکو د مخنیوي لپاره هینجه تر تاریاکو دیرش فیصده زیاته ګټه کوي. هغه وویل:”مثال که تاریاک یوه افغانۍ عاید وکړي، هینجه درې افغانۍ عاید کوي“.

تر دې مخکې هینجه د افغانستان په شمالي ولایتونو کې کرل کیده چې تولید یې د هند په ګډون تر نورو نړیوالو بازارونو پوري رسیده.

زیاتره ځمکه وال وایې چې دوی د خپلو اقتصادي اړتیاوو د پوره کیدو لپاره د هر ګټور کښت د ترویج لېوالتیا لري.

XS
SM
MD
LG