د لاس رسي وړ اتصالات

کندهار کې ځینې بڼوالو په خپل بڼ کې د انارو ونو ریبل پیل کړي


کندهار کې ځینې بڼوالو په خپل بڼ کې د انارو ونو ریبل پیل کړي
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:04 0:00

په کندهار کې یو شمیر د انارو ځمکه وال له خپلو باغونو د انارو ونې باسي ترڅو خپلې ځمکې نورو کښتونو او یا له باغدارۍ پرته نور کاروبار لپاره برابرې کړي.  

په کندهار کې یو شمیر د انارو ځمکه وال له خپلو باغونو د انارو ونې باسي ترڅو خپلې ځمکې نورو کښتونو او یا له باغدارۍ پرته نور کاروبار لپاره برابرې کړي.

دا ځمکه وال وايي، چې د اوبو د کمښت او د انارو د حاصلاتو د ټیټې بیې له امله اړ شوي، چې د انارو باغونه وکاږي.

ځمکه وال محمد داود اغا وایې چې د انارو حاصلات یې هم لږ وو خو د اوبو کمښت اړ کړ چې خپل د انارو د باغ ونې لمنځه یوسي او پر ځای یې نور کښتونه وکړي.

ده وويل:” د انارو باغ کاږو. حصول یې نه کاوه. مصرف یې ډیر کاوه. د ګل او انار په وخت یې اوبه ډیرې نیولې. اوبه وچې شولې وچکالي شوله. اوس غواړو انار وریبو. ځمکه ترینه جوړه کړو“.

داود اغا وايي، اقتصاد کمزوری دی او پخوا چې دوی کوکنار کرل هغه هم پرې بند شوي دي.

هغه وویل: ”په بل څه کې عایدات نشته. پیسې نشته. دلته کوکنار مونږ هم کرلي وو. نورو هم کرلي وو. قیمتونه یې ښه وو. چې بند شول قیمونه نور هم ښه شو. اوس نو دا دی نه کرل کیږي. نو مجبور دا باغ بلې خوارۍ ته برابر کړو“.

په کندهار کې کروندګر وايي، چې زراعتي حاصلاتو ته وړ مارکېټ د دوی اساسي غوښتنه ده چې حکومت یې نشي برابرولی. دوی وايي، که کوکنار همداسې بند وي او پرځای نور بدیل برابر نشي نو د دوی اقتصادي ستونزې به تر دې هم زیاتې شي.

XS
SM
MD
LG