د لاس رسي وړ اتصالات

په ننګرهار کې د مالوچو کروندګر د سږني کال له حاصلاتو خوښ نه دي


په ننګرهار کې د مالوچو کروندګر د سږني کال له حاصلاتو خوښ نه دي
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:49 0:00

په ننګرهار کې د مالوچو یو شمیر کروندګر وايي، چې سږ کال د ډیرو بې موسمه بارانونو او د طبیعي افاتو له امله یې حاصلاتو ښه حاصل ندی ورکړی او د میاشتو خوارۍ یې د دوی په ويناء اوبو وړې ده.

په ننګرهار کې د مالوچو یو شمیر کروندګر وايي، چې سږ کال د ډیرو بې موسمه بارانونو او د طبیعي افاتو له امله یې حاصلاتو ښه حاصل ندی ورکړی او د میاشتو خوارۍ یې د دوی په ويناء اوبو وړې ده.

هزارګل د ننګرهار د بهسودو د ولسوالۍ یو کروندګر دی وايي، په خپله دوه جریبه ځمکه یې سږ کال پنبه کرلې ده خو دی یې له حاصلاتو راضي ندی. د هغه په خبره چې بارانونو یې حاصلات خراب کړل.

هزارګل وايي، له تېرو نېږدې څلورو کالو راهیسې پنبه کري، چې تر دې وړاندې کالونو کې يې لږ تر لږه ۸۰ منه د پنبې حاصلات را ټولول.

هغه امریکاغږ ته وویل: " دا څلور کاله کېږي چې پنبه کرو. مخکې ډېر ښه و، خو سږ کال بارانونو لږ خرابه کړل. دا کوم پټی چې ما کرلی دی. مخکې به یو خروار پنبه کوله او سږ کال يې ۴۰ منه یا ۵۰ منه ایله کړې ده."

هزار ګل وایې، هڅه يې دا ده چې د زراعت له لارې د خپلې کورنۍ اړتیاوې پوره کړې.

د هزارګل په وینا، کلونه کېږي چې دهقانې کوي خو تر اوسه يې هیڅ ډول مرسته نه ده ترلاسه کړې او په خبره يې هیڅ کله يې آن چا پوښتنه هم نه ده کړې.

"د پنبې حاصلاتو را ټولولو لپاره دستکشې، سطلونه او نور ټول وسایل مې په خپله اخیستي دي."

هغه له شته واکمنو غواړي، تر څو د ځینو وسایلو او همدا ډول د اصلاح شویو تخمونو او کیمیاوي سرو په برخه کې ورسره مرستې وشي، تر څو يې حاصلات ښه راشي.

د معلوماتو له مخې د تېر جمهوري حکومت پرمهال، چې د کرنې په برخه کې ګڼ شمېر مرستندویه ادارو کار کاوه، تر زیاتې اندازې پورې له کروندګرو سره مرستې ترسره کېدلې، خو اوس چې واک له طالبانو سره دی او نړیوالو مرستندویه ادارو هم خپل فعالیتونه درولي دي، نو کروندګر له ګڼ شمېر ستونزو سره مخ دي.

XS
SM
MD
LG