د لاس رسي وړ اتصالات

حاصلات مو ښه دي خو نرخونه ټیټ دي- کروندګر


حاصلات مو ښه دي خو نرخونه ټیټ دي- کروندګر
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:01 0:00

په ننګرهار کې یو شمیر کروندګر وايي، که څه هم د طالبانو حکومت په دوی د کوکنارو د کرلو بندیز لګولی خو بل لورته یې هیڅ راز مرستې ور سره ندي کړي او د نورو کرهڼیزو بوټو حاصلات هم سم نرخونه نه کوي.

په ننګرهار کې یو شمیر کروندګر وايي، که څه هم د طالبانو حکومت په دوی د کوکنارو د کرلو بندیز لګولی خو بل لورته یې هیڅ راز مرستې ور سره ندي کړي او د نورو کرهڼیزو بوټو حاصلات هم سم نرخونه نه کوي.

ګل زمان چې د ننګرهار د کامې ولسوالۍ یو بزګر دی او په شاو خوا دوه جریبه ځمکه کې یې کچالان کرلي دي او اوس يې نېږدې د حاصلاتو را ټولولو وخت دی، وايي، د نورو فصلونو په پرتله د کچالانو زحمت کم او عواید يې ډېر دي، خو ګیله من ځکه دی چې په خبره يې هرمهال په کور دننه حاصلات ورسېږي نو ورسره له پاکستان نه د کچالانو واردات شروع شي.

هغه وايي، دې وضعیت د ده د کار خوارۍ په سیند لاهو کوي، ځکه دا تېر درې څلور کاله يې ترې هغومره پیسې نه دي ترلاسه کړي، لکه څومره چې ده پرې لګښت کړی وي.

هغه وویل:"حاصل خو يې ډېر زیات دي. له غنمو نه هم ډېر دي او جوارو نه هم ډېر زیات دي یو په دوه کېږي چې جوار سل منه کېږي نو دا ۳۰۰ منه کېږي، خو دا دوه درې کاله وشو نرخ يې نشته دی، دا دی چې زمونږ فصل ورسېږي هلته له پاکستان نه را روان شي که ګوړه وي او کچالان وي، زمونږ فصل بیخي له نرخ نه ولوېږي."

ګل زمان همدا راز د حکومتي ادارو نه هم ګیله من دی، په وینا يې تر اوسه يې هیڅ راز مرسته ورسره نه ده کړي، نه د اصلاح شویو تخمونو او نه هم د کیمیاوي سرو.

دی وايي، کچالان تر نورو فصلونو ډېره تورې سرې ته اړتیا لري، خو وايي چې دې دومره پیسې نه لري، چې وخت په وخت سره ورکړي.

" تر اوسه پورې يې نه د غنمو یوه دانه را کړې ده. نه يې سره را کړې ده او نه ټیکټر او ټیکټر خو لا ډېره غټ شی دی ټیکټر خو لا مونږ ته څوک را کوي، نو مونږ سره تر اوسه پورې د یو شي مرسته هم نه ده کړې."

ګل زمان وايي، د حکومت هر امر يې منلی دی، کوکنار نه کري خو په خبره يې حکومت دې يې هم څه نا څه لاسنیوی وکړي.

وايي، د سرې، اصلاح شویو تخمونو او همداراز د پټیو د قُلبې کولو نرخونه هم تر پخوا څو برابره لوړ شوې دي او دی چې ځمکه يې په اجازه نیولې ده هر کال هغه ټاکلې ۱۵۰ منه غنم اجاره هم نه شي پوره کولی.

کامه د ننګرهار یوه له هغو ولسوالیو ده، چې په زیاته اندازه زراعتي ځمکې لري، خو کروندګر يې ډېره کله د بدیل معیشت له مرستو شکایتونه کوي، چې یا نه کېږي او یا حق دارو کروندګرو ته نه ورسېږي.

XS
SM
MD
LG