په کندهار کې د کوکنارو یو شمیر پخواني کروندګر وايي، چې د طالبانو حکومت یوازې دا اعلان کړی دی چې د کوکنارو کرل بند دي خو نور یې له کروندګرو سره نه مرستې کړي او نه هم په بدیلو کښتونو غور کوي.
عبدالرشید چې تیر کال یې په خپله درې جریبه ځمکه کوکنار کرلي وو او وايي، چې پنځه منه حصول یې ترې اخیستی، ویره لري چې سږکال یې که غنم حاصل وکړي نو درېیمه برخه به هم ورته ګټه ونه کړي.
هغه د طالبانو په مشرانو غږ وکړ چې کوکنار مو بند کړ خو بزګرانو سره د مرستې څرک مو نه لیدل کیږي.
عبدالرشید وویل: »دا زمونږ مشران باید مونږ ته مرسته را ورسوي. دوی خو وايي، چې مونږ کمک درسره کوو او کومک یې و نه کړ.»
هغه وايي، خوښ دی چې کوکنارو ونه کرل شي خو باید بدیل ورکړل شي. «په بدل کې یو شی راکړي. اوس خو یې په بدل کې شی ندی راکړی کوکنار دې را باندې بند کړل ته خپله خبره اعلانوې. ته خپله خبره په سیمه رسوې».
دا کروندګر له نړیوالې ټولنې هم تمه لري، چې مرستې دې ور ورسوي.
د نشه یې توکو د کښت یو علت ځمکه وال خپل ټيټ اقتصاد په ګوته کوي او غوښتنه لري چې د ځمکه والو د بنیادي ستونزو د حل له لاري دي د نشه یې توکو د کښت مخنیوی وشي.
له هلمند را وروسته کندهار یو له هغو ولایتونو دی زیات پکې کوکنار کرل کیږي. د ملګرو ملتونو له نشه يي توکو او جرمونو سره د مبارزې ادارې د ۲۰۲۲ کال په راپور کې ویلي وو چې په کندهار کې په څه کم دیرش زره هکټاره ځمکه کوکنار کرل شوي وو.