د لاس رسي وړ اتصالات

که اسانتیاوې رامنځته شي، مارکیټ کې د سبزیو اړتیاوې پوره کوی شو – د کندهار کروندګر


که اسانتیاوې رامنځته شي، مارکیټ کې د سبزیو اړتیاوې پوره کوی شو – د کندهار کروندګر
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:43 0:00

په کندهار کې د سبزیو یو شمیر کروندګر وايي، چې دوی نه یوازې د کندهار بلکې د غزني په ګډون د ګاونډیو ولایتونو د سبزیو د مارکیټ اړتیاووې هم پوره کولی شي خو که ور سره مرستې وشي او اسانتیاوې ورته برابرې شي.

په کندهار کې د سبزیو یو شمیر کرونده ګر وايي، چې دوی نه یوازې د کندهار بلکې د غزني په ګډون د ګاونډیو ولایتونو د سبزیو د مارکیټ اړتیاووې هم پوره کولی شي خو که ور سره مرستې وشي او اسانتیاووې ورته رامنځته شي.

جمعه ګل په کندهار کې د سبزیو یو کرونده ګر دی وايي، خپله یې ځمکه په اجاره نېولې ده خو په مارکیټ کې د کیمیاويي سرې قیمتي او نورو ولایتونو ته د محصولاتو په لیږد لګښت یې د کار په وړاندې عمده خنډونه دي.

هغه وویل:”له یوه ولایت څخه بل ته د تګ پر وخت محصول او لوړ لګښتونه زموږ د کارو بار پر وړاندی خنډ دی که د کیمیاوي سري او نورو مرسته را سره وشي موږ د سبزیو د مارکېټ اړتیاوي پوره کولای شو“.

دی وایې چې که یې حاصلاتو ته مناسب بازار پیدا شي نو دوی کولای شي چې د سبزیو د مارکېټ ځيني نوري اړتیاوي هم پوره کړي.‌

کندهار تود موسم لري چې د مني‌ په وروستی میاشت کې یې د ګندنې حاصلات د غزني په ګډون د ځينو نورو ولایتونو د سبزیو اړتیا هم پوره کوي.

جمعه ګل وويل: ”موږ په هرو دوو ورځو کې تر درې ټنه پورې ګندنه یوازې د غزني د سبزیو مارکېټ ته صادره وو. دلته راسره ګڼ شمېر کاریګر په کار اخته دي“.

د ګندنې تر څنګ په زرغونو خونو کې د ژمي په موسم کې د سبزیو کښتونه هم په تېرو کلونو کې ترویج شوي چې اوس د مارکېټ لویه برخه اړتیا پوره کوي.

وروسته له هغه چې طالبانو د کوکنارو په کښت بندیز ولګوه کروندګرو بدیلو کښتونو ته مخه کړې ده خو د مرستو له کمي او محصولاتو ته د مناسب مارکیټ د نشتوالي له امله سرټکوي.

XS
SM
MD
LG