د کندهار ښار د بادامو د پلورلو په مارکیټ کې یوه سوداګر مطیع الله امریکا غږ ته وویل چې د هلمند له نوزاد او د کندهار له نېش را وروسته بیا د اروزګان د چورې ولسوالۍ بادام هم ښه مارکیټ لري.
د هغه په خبره سږ کال د بادامو د ښه کیفیت او زیات تولید له امله د سویلي ولایتونو بادامو ښه مارکیټ درلود.
د بادامو سوداګر مطیع الله وویل چې د سویلي ولایتونو بادام تر ډیره اوس ترکیې ته صادریږي او هند یې هم د پلور ښه مارکیټ دی.
هغه وویل:”مخکې به زموږ بادام پاکستان په خپل نوم نړیوال مارکېټ ته صادرول خو اوس افغان پانګه والو د ترکیې هند او نړی نورو مارکېټونو ته تجارت پیل کړی چې ښه اعتبار یې خپل کړی“.
ددغه سوداګر په وينا دا چې اوس افغان تجاران په خپله نورو ملکونو ته بادام صادرولی شي نو د پاکستان له مارکیټ اتکا یو څه راکمه شوې ده خو په باور یې لا هم پاکستان د افغانستان د کرهڼیزو تولیداتو لپاره لوی مارکیټ دی. دوی دا چې په پاکستان کې اقتصادي ستونزې زیاتې شوي نو د افغانستان کرهڼیز توکي هم پدغه هیواد کې په ټيټه بیه پلورل کیږي.