د لاس رسي وړ اتصالات

ملګري مې معتاد دي، تداوۍ نه وروسته بیرته په نشو اخته کیږم – بلخ کې یو معتاد 


ملګري مې معتاد دي، تداوۍ نه وروسته بیرته په نشو اخته کیږم – بلخ کې یو معتاد 
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:57 0:00

په بلخ کې تر درملنې لاندې یو شمیر معتادین وايي، دا چې د ناستې او مجلسونو ملګري یې په نشې روږدي دي نو له درملنې وروسته له هغوی سره د ناستو له امله به بیرته په نشو اخته شي او دایمي درملنه یې ناشونې ده.  

په بلخ کې تر درملنې لاندې یو شمیر معتادین وايي، دا چې د ناستې او مجلسونو ملګري یې په نشې روږدي دي نو له درملنې وروسته له هغوی سره د ناستو له امله به بیرته په نشو اخته شي او دایمي درملنه یې ناشونې ده.

د بلخ د معتادینو د درملنې په یوه کمپ کې تداوۍ لاندې معتاد محمد انور وايي، څو ځله یې درملنه کړې ده، خو د درملنې سربېره بیا ځلې پر نشه یي توکو اخته شوی دی او لاملونه یې بې کاري او نورو معتاد ملګري دي.

محمد انور امریکا غږ ته وویل: "زه پروسږکال له روژې راهیسې دا مې درېم ځل دی چې تداوي کېږم. په دې نه ښه کېږم زه د باندې ووځم مسلط کاروبار نه لرم. چې له کمپ نه ووځم، زما ټول انډیوال معتادین دي. نو له همغو کسانو سره زما ناسته ده. نو زه چې کله د هغوی په مجلس کې کېنم هغوی نشه يي توکي وهي نو بیا مونږ هم پرې بېرته اخته کېږو خو که چیرته مونږ یو مشخص کار ولرو، بیا پر دې عمل نه اخته کېږو".

محمد انور د بلخ ولایت د بلخ ولسوالۍ اوسېدونکی دی. هغه وايي چې په ایران کې په نشه يي توکو روږدی شوی دی او څوارلس کاله یې تاریاک، شیشه او چرس څکولي دي.

د هغه په خبره ناروغه شوی وو او د بدن درد کمولو لپاره یې چلم څکلي وو.

هغه وايي: " ما په ایران کې کار کاوه. چوپان وم. زه مریض شوم. زما صاحب کار معتاد و. ما دوه درې رقمه ګولۍ وخوړلې خو اغېز یې راباندې و نه کړ. بیا مې چې صاحب کار سره چلم وڅکه نو دې چلم زه ښه کړم. نو له همغې راهیسې څوارلس کاله کېږي پر تاریاکو روږدی یم. بیا افغانستان ته چې راغلم تاریاک او ورسره شیشه به مې هم ورسره څکله".

د کار نه شتون او په هېواد کې مخدره توکو ته اسان لاسرسی ددې لامل کېږي چې ګڼ شمېر روغ شوي معتادین بیا ځلې نشه يي توکو ته مخه کوي.

معتادین وايي دوی ته دې د درملنې پر ځای د کار زمینه برابره شي، چې بیا ځلې پر نشو روږدي نه شي.

XS
SM
MD
LG